مزارشريف (پژواک ٣٠ غويى ٩٣): د بلخ ولايت دولتي چارواکي وايي، چې د سېلابونو له امله بنده شوې د شمال لويه لاره به نن پرانيستل شي.
د دغه ولايت د فوايد عامې رييس انجنير نعمت الله نصرت د غويي په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کابل مزار د لويې لارې پر ويجاړې شوې برخې د موقتې لارې د جوړېدو چارې په بشپړېدو دي.
له تېرو لسو ورځو راهيسې د بلخ د خلم ولسوالۍ په تاشقرغان تنګي کې د مزار-کابل د لويې لارې نږدې ۱۰۰ متره سړک سېلاب وړی و.
د يادې لارې د خرابېدو له امله هره ورځ لسګونه کسان پر غره له ۷ ساعته مزل وروسته د تنګي يوې او بلې خوا ته اوښتل، ځينو د کندوز او بلخ ترمنځ د ايرګنک سيمې پر خامه لارې لومړۍ کندوز ته ځان رساوه او بيا نورو ولايتونو ته تلل، چې د سل متره سړک خرابوالي له امله سلګونه کيلومتره په ډېر واټن وهلو مجبور وو.
همداراز د ياد سړک له امله د بلخ ولايت د کمرګ په ورځينو عوايدو کې ۵۰ سلنه کمښت راغلی و.
د بلخ د فوايد عامې رييس وويل، چې نږدې يوه اونۍ وړاندې د کانټينرونو په مرسته د پېښې په سيمه کې د موقتې لارې د جوړېدو چارې پيل شوې وې.
نوموړي زياته کړه، چې تر نن مازديګره به د وړو موټرو پر مخ ياده لاره پرانيستل شي.
د هغه په وينا، که چېرې ځيني وخت پر لاره د وړو موټرو تګ راتګ کم شي نو امکان شته، چې غټو سوداګريزو موټرو ته هم د څو ساعتونو لپاره د تګ راتګ اجازه پرې ورکړي.
نصرت زياته کړه: ((همدا نن عملاً کار پيل شوی دی، ممکن په نږدې ورځو کې پرې تګ راتګ پيل شي خو دا نه شم ويلی، چې څومره وخت کې به دغه کار تکميل شي.))
نوموړي زياته کړه، چې د شمال د لويې لارې پر ويجاړې شوې برخې د موقتي سړک له جوړېدو وروسته دوی هوډ لري، چې د لارې د سمې رغونې چارې هم پيل کړي.
د هغه په وينا، د فوايد عامې وزارت تخنيکي پلاوی به په نږدې ورځو کې بلخ ته راشي او د سړک له کتنې وروسته به وروستنۍ پلان چمتو کړي.
انجنير نصرت وويل، دوی هڅه کوي، چې که څه هم په سمه توګه د يادې لارې جوړونه د استنادي دېوالونو د رغونې له امله ممکن ډېرې وخت ونيسي؛ خو دوی بيا هم د ګړنديو چارو ترسره کولو په هڅو کې دي.