Language

هلمند کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي

ترينکوټ(پژواک ٣٠غويى٩٣): د هلمند چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې ١٥ وسله وال وژل شوي دي.

د هلمند دوالي وياند عمر ځواک د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده نښته د مرجي ولسوالۍ د سيتاني په سيمه کې د سهار پرشپږو بجو پيل او د غرمې پر درييو بجو پاي ته ورسيده.

نوموړي زياته کړه، چې دغه نښته کې ١٥ وسله وال وژل شوي چې د ٦ تنو مړي امنيتي ځواکونو له ځانه سره والسوالۍ ته ليږدولي دي.

دده په وينا، په وژل شويو کسانو کې يو پاکستانى او بل ايرانى شامل دى .

هغه وويل، چې امنيتي ځواکونو دوسله والو مخالفينو ٣ پيکا، ٤کلاشينکوفونه او دوه کرولا ډوله موټر هم نيولي دي.

ځواک وايې، چې په دغه نښته کې دري پوليس هم ټپيان شوي دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي  پژواک ته وويل، چې په دغه نښته کې دوه طالبان  او له دولتي ځواکونو څخه  ١١  تنه وژل شوي دي.

Related Topics