Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وسله والو د يمګان ولسوالي نيولې

فيض اباد (پژواک ٣٠ غويى ٩٣): وسله والو مخالفينو د بدخشان د يمګان ولسوالي له نښتې او کلابندۍ وروسته نيولې ده.

د يمګان ولسوال نوروزمحمد حيدري وايي، چې وسله والو مخالفينو له څو لورو بريد کړى او ولسوالي يې د هوايي ځواک د نه ور رسېدو له امله له لاسه وتلې ده.

 نوموړي پژواک ته وويل، چې دوى له مرکزه د هوايي ځواک مرسته وغوښتنه، سره له دې چې د ولسوالۍ له پاسه څو ګزمې وشوې، خو د وسله والو مخالفينو پر وړاندې کوم اقدام ونه شو.

حيدري زياته کړه، چې له همدې امله ځايي ځواکونه ونه توانېدل، چې دفاع وکړي او اړ شول، چې ولسوالي پرېږدي او اوسمهال د ولسوالۍ په اطرافو کې ځاى پر ځاى شوي دي.

ولسوال وويل، چې له سهار مهاله د ولسوالۍ تر سقوط پورې سخته جګړه روانه وه، چې په ترڅ کې يې طالبانو او امنيتي ځواکونو ته درانه زيانونه اوښتي، خو کره شمېره يې نه ده څرګنده.

د ده په خبره، چې څو رينجر موټر هم سوځېدلي دي.

د يمګان ولسوال نن سهار خبر ورکړى و، چې که ځايي ځواکونو ته مرسته ونه رسېږي، نو احتمال لري، چې ولسوالي سقوط وکړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې يمګان ولسوالي د سختې کلابندۍ وروسته د طالبانو لاس ته ورغلې او د نښتې پر اوږدو کې ١٦ دولتي سرتېري وژل شوي ، يو شمېر ټپيان دي او پنځه نور ژوندي نيول شوي دي.

د طالبانو د وياند له خوا پژواک خبري اژانس ته په استول شوي برېښناليک کې راغلي، چې د دوى کسانو، وسلې مهمات، يو ټانک او شپږ رينجر نيولي او همدارنګه درې طالبان وژل شوي او يو بل ټپي  دى.

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو مخالفينو نن سهار يمګان ولسوالي نيولې وه او د مخابراتي انتن په له منځته وړو يې له بهر سره د دې ولسوالۍ اړيکې پرې کړې وې.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالقدير صياد ويلي وو، چې د دوو وسله والو مخالفينو د وژل کېدو او يو شمېر نورو د ټپي کېدو راپور يې ترلاسه کړى دى.

صياد ويلي وو، چې بريدګرو د افغان بېسم يو انتن له منځه وړى او له بهر سره د د يادې ولسوالۍ د لس زره اوسېدونکو ټيلېفوني اړيکې پرې شوې دي.

د امنيت امر وويل، چې د وسله مخالفينو د بريد موخه دا ده، چې امنيتي ځواکونه د بدخشان له مرکز فيض اباد څخه مرسته ترلاسه نه شي کړلى.

هغه وويل، چې نښته تر اوسه (له غرمې وړاندې ١٠:٣٠ بجې) روانه ده او هڅه کوي، چې په يمګان کې له امنيتي ځواکونو سره د هوا له لارې مرسته وکړي.

يمګان د فيض اباد په ١٥٠ کيلومترۍ کې له جرم او کران ومنجان ولسوالۍ سره موقعيت لري.

ځايي چارواکي وايي، چې د يمګان ولسوالۍ لاره د جرم ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې د وسله والو مخالفينو د شتون په سبب له فيض اباد سره پرې شوې ده.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.