Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

٢٤ وسله وال  او د اردو پنځه سرتېري وژل شوي

جلال اباد-غزني (پژواک ٣٠ غويى ٩٣): د ننګرهار او غزني ولايتونو په بېلابېلو عملياتو کې ٢٤ وسله وال وژل شوي، بلخوا د ملي دفاع وزارت د ملي اردو د پنځو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېر ماښام ناوخته د پچيراګام ولسوالۍ په لکۍ کلا سيمه کې د پوليسو او وسله والو تر منځ نښته رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې د نښتې په پايله کې لس وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه، چې نښته يو ساعت دوام درلود او وسله وال پر شا تمبېدلي دي.

د مشرقيوال په وينا، د امنيه قوماندانۍ پوليسو په پچيراګام ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د ځاى پر ځاى کېدو هوډ کړى او په دې موخه يې عمليات هم پيل کړي دي.

دى وايي چې له دې وړاندې يې تېره ورځ د چپرهار په ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو دوه پوستې ځاى پر ځاى کړې او اوس د پچير اګام او چپرهار پر لار د امنيت د خوندي کېدا په موخه پوستې اچوي.

د يو بل خبر له مخې، د دغه ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې هم نښته شوې چې له امله يې يو شمېر وسله والو ته مرګ ژبله اوښتې ده.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل چې وړمه شپه د چپرهار پر ولسوالۍ د کنډي باغ له سيمې نښته پيل شوې وه او تر ناوخته يې دوام درلود.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې تر ٦ پورې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او د هغوي هغه ٢٢ ملي متري توپ هم پوليسو ترلاسه کړى، چې پر ولسوالۍ يې ډزې کولې.

مشرقيوال وويل چې نښته په شپږو بجو پاى ته رسېدلې او امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د ملي دفاع وزارت ويلي چې د چپرهار په نښته کې اته وسله وال وژل شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په پچير اګام ولسوالۍ کې يې درې ټانکونه له منځه وړي او څلور سرتېري يې هم وژلي دي.

د غه راز د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په بېلابېلو پېښو کې د ملي اردو ٥ سرتېري وژل شوي دي.

بلخوا د غزني ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په يو لړ عملياتو کې يې ١٦ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په دغه ولايت کې د ۲۰۳ تندر قل اردو د دريمې لوا وياند نظيف الله سلطاني پژواک ته وويل چې دغه عمليات د اندړو ولسوالۍ د جوی يک او جوی چهار په سيمو کې تېره ورځ ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې ٨ وسله وال وژل شوي او اته نور ژوبل دي او له دوى څخه يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د سلطاني په وينا، په عملياتو کې ملکي وګړو او دولتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.