Language

پاکستاني ځواکونه د ډيورنډ له صفري برخې پر شا شوي

کندهار (پژواک ٣٠ غويى ٩٣): د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې په معروف ولسوالۍ کې د ډيورنډ کرښې په صفري برخه کې د پاکستان له خوا د تاسيساتو جوړولو پر سر د دواړو لورو ترمنځ تر جګړې وروسته اوس وضعيت عادي شوى او پاکستاني ځواکونه پر شا شوي دي.

تېره اونۍ پاکستاني ځواکونو غوښتل چې له معروف ولسوالۍ سره د ډيورنډ کرښې په صفري برخه کې تاسيسات جوړ کړي.

د افغانستان سرحدي ځواکونو په لومړيو کې هڅه وکړه چې د خبرو له لارې موضوع حل کړي او د پاکستان له خوا د ډيورنډ کرښې په صفري برخه کې د خندقونو او جرونو ايستل بند کړي.

تر هغه وروسته چې خبرو ګټه ونه کړه په معروف ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه، چې په پايله کې يې يو افغان سرتېرى ووژل شو.

خو اوس چارواکي وايي چې په معروف ولسوالۍ حالت عادي شوى او پاکستاني ځواکونه له صفري برخې پر شا شوي دي.

د کندهار د والي سرپرست وياند دواخان مينه پال د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پاکستاني ځواکونو نه يواځې د ډيورنډ کرښې په صفري برخه کې د تاسيساتو جوړول درولي، بلکې بېرته خپلو امنيتي پوستو ته پر شا شوي دي.

هغه زياته کړه، له دې سربېره په معروف ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو شمېر زيات شوى او په خپلو سنګرونو کې د تيارسى په حال کې دي.

د نوموړي په وينا، د موضوع د دقيقې څېړنې په موخه له کابل څخه يو نظامي پلاوى هم معروف ولسوالۍ ته تللى و، چې اوس بېرته ستون شوى دى.

مينه پال دغه راز خبر ورکړ، چې د موضوع اړوند د کابل او اسلام اباد تر منځ خبرې شوې او دغه راز د افغانستان، پاکستان او ناټو په درې اړخيزه غونډه کې ورباندې بحث شوى دى.

د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند ضياء درانى هم وايي، چې اوس په معروف ولسوالۍ کې کومه ستونزه نه تر سترګو کېږي.

دى وايي، ډيورنډ کرښې ته څېرمه نه يوازې د ځواکونو شمېر ډېر شوى، بلکې اکمال او تجهيز شوي هم دي.

د معروف ولسوال توريالى هم په سيمه کې د حالت د عادي کېدو خبر ورکوي او وايي ولايتي ادارې ته يې په دې اړه معلومات ورکړي دي.

د کورنيو چارو وزارت څو ورځې وړاندې د معروف ولسوالۍ د پېښې په تړاو په خپره شوې اعلاميه کې ويلي و، چې د پاکستان سرحدي ځواکونو غوښتل د ډيورنډ کرښې په هغه غاړه کې د خپلو پوستو د جوړولو لپاره د دوه متره په ژوروالي خندقونه وباسي او د افغان سرحدي پوليسو له اعتراض سربېره يې خپل دغه کار ته دوام ورکاوه چې په پايله کې د دواړو لورو تر منځ جګړه وشوه.

د کورنيو چارو وزارت د پاکستان دغه اقدام يوه څرګنده تېروتنه ګڼلې او ويلي يې وو، چې د دغه هېواد سرحدي ځواک د افغانستان، پاکستان او ناټو د درې اړخيز تړون خلاف عمل کړى دى.

د يادو دريو لورو ترمنځ د شوي تړون له مخې هيڅ هېواد حق نه لري، چې د ډيورنډ کرښې د صفري برخې په څلور کيلومترۍ کې پوستې يا نور تاسيسات جوړ کړي.

په دې او يو شمېر نورو موضوعاتو تېره ورځ په کابل کې په درې اړخيزه غونډه کې هم بحث وشو چې د افغانستان له لوري لوى درستيز ستر جنرال ارکانحرب شېرمحمد کريمي، د پاکستان لوى درستيز او د پوځ مشر جنرال راحيل شريف او په افغانستان کې د ناټو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ برخه اخيستې وه.

افغان چارواکو په دغه غونډه کې د پاکستان د پوځ مشر ته د ډيورنډ کرښې په دواړو خواوو کې له شته تاوتريخوالي هم شکايت وکړ او په ډاګه يې کړه، چې دا د هېڅ يوه هېواد په ګټه نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار د امنيتي چارواکو په وينا، د دغه ولايت په سرحدي ولسواليو کې د افغان ځواکونو پر امنيتي پوستو د وسله والو له خوا فشارونه زيات شوي او هره شپه پرې وسله وال بريدونه کېږي.

امنيتي مسوولين وايي، وسله وال د کرښې له پورې غاړې له هغو سيمو وسله وال بريدونه کوي، چېرې چې د پاکستاني ځواکونو امنيتي پوستې دي.

د سرحدي ولسواليو په کتار کې معروف ولسوالي د ولايت له مرکزه ١٩٠ کيلومتره لرې ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده.

د دې ولسوالۍ ١٥٥ کيلومتره خاوره له ډيورنډ کرښې سره نښتې ده. دغه راز دا ولسوالي د زابل ولايت له اټغر، شمولزو، شينکۍ او سيوري ولسواليو سره هم پولې لري.

Related Topics