Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرزی :  دافغانستان راتلونکی حکومت به له روسیې سره اړیکې پراخې کړي

کابل ( پژواک، ۳۰ غویی ۹۳ ) : ولسمشر حامد کرزي په ډاګه کړه، چې د افغانستان او روسیې مشترکې ګټې ایجابوي چې راتلونکی افغان حکومت هم له روسیې سره اړیکې لا پراخې کړي.

له ارګ څخه د غویی په ۳۰مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشرحامدکرزي  نن په سیمه ایز وخت د شپې پر مهال د فدراتیفې روسیې له جمهوررئیس ولادیمیرپوتین سره د چین د شانګهای په ښارکې وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دغه کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو، په سیمه کې له تروریزم او افراطیت سره د مبارزې او یو لړ نورو سیمه ایزو مسلو په اړه خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د روسیې ولسمشر د افغانستان په انتخاباتو کې د افغانانو د پراخ ګډون او د لومړي پړاو په بریالیتوب سره د ترسره کېدو له امله خوښي څرګنده کړه، هیله یې وکړه چې د انتخاباتو دوهم پړاو هم په بریالیتوب سره ترسره شي.

په دغه کتنه کې دواړو ولسمشرانو د افغانستان او روسیې ترمنځ په بېلابېلو  برخو، په ځانګړې توګه د اقتصادي او پوځي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو باندې خبرې  وکړې.

د سرچینې په وینا، دواړو لورو ترهګري او افراطیت د سیمې لپاره یو جدي ګواښ وباله او ټینګار یي وکړچي د سیمي هيوادونه باید له دغه ګواښ سره په ګډه او جدي مبارزه وکړي.

دارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان او روسیې جمهورو رئیسانو په سیمه کې د افراطیت او نورو سیمه ایزو مسلو په اړه ګډ نظر درلود.

ولسمشر کرزي د افغانستان د راتلونکي منتخب جمهوررئیس د تحلیف د مراسمو پرځای کېدل د افغانستان لپاره یوه مهمه تاریخي ورځ وبلله او د روسیې له جمهوررئیس څخه یې وغوښتل چې په دغو مراسموکې د ګډون لپاره خپل یو لوړ پوړی پلاوی را واستوي چي دغه بلنه د پوتین لخوا ومنل شوه.

 سرچینه کاږي، ولسمشر کرزي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته د اشارې په ترڅ کې وویل ،  افغانستان په تېره یوه لسیزه کې له روسیې سره ښې اړیکې لرلې دي.

ده، زیاته کړه چې د افغانستان او روسیې جغرافیایی نږدیوالی، تاریخي اړیکې او مشترکې ګټې د دې لامل کیږي چې د افغانستان راتلونکی حکومت هم له روسیې سره د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا لپاره کوټلي  ګامونه پورته کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.