کابل (پژواک ٣١ غويى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، د دوى د ولايتي دفترونو چارواکي دنده لري ترڅو هغه کارکوونکي له دندو لرې کړي چې د تېرو ټاکنو پر مهال يې خپله بې طرفي نه ده ساتلې.
د دغه کمېسيون د دارالانشاء مشر ضياء الحق امرخېل وايي چې د ولايتي دفترونو مسوولين بايد د دغو کارکوونکو پر ځاى وړ او بې طرفه کسان پر دندو وګوماري.
امرخېل دغه څرګندونې نن د ټاکنو کمېسيون په مرکزي دفتر کې د ۳۴ ولايتونو مسوولينو ته په وينا کې وکړې.
د ټاکنو کمېسيون د خپلو ولايتي دفترونو مسوولينو ته په کابل کې دوه ورځنى ورکشاپ جوړ کړى، تر څو د دويم پړاو ټاکنو پر مهال د هغو نيمګړتياوو د مخنيوي پر لارو چارو دوى ته معلومات ورکړي، چې د ټاکنو د لومړي دور پر مهال رامنځته شوې.
امرخېل وويل چې د وري ١٦مې ټاکنو د ځينو زورواکو، محلي چارواکو، نا مسووله وسله والو د مداخلې او ځينو متقلبو کارکوونکو د سرغړونو له امله نيمګړتياوې لرلې، خو کمېسيون دغه ځل هڅه کوي له تېرو تجربونو څخه په ګټه اخيستو، د دې ډول ستونزو مخه ونيسي.
امرخېل له ولايتي مسولينو وغوښتل چې د محلي مسولينو، مدني ټولنو استازو، د ټاکنو په برخه کې له فعالو ادارو سره همغږي پياوړې کړي.
نوموړي د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدل د دغه کمېسيون کارکوونکو او په ځانګړي ډول د ولايتي مسولينو او کارکوونکو يوه ستره لاسته راوړونه وبلله چې د ده په وينا په سختو شرايطو کې يې د ټاکنو لپاره هلې ځلې وکړې.