Language

مزارشريف (پژواک ٣١ غويى ٩٣): د  بلخ ولايت استيناف محکمې په علني محکمه کې يو تن د انسان تښتونې په تور پر دوولس کاله بند محکوم کړ.

د عبدالجميل په نوم کس، چې تېر کال د نهمې مياشتې په ۲۱مه يې د ميلاد په نوم يو تن تښتولی و، د غويي په ۳۱مه د بلخ ولايت د استيناف محکمې پر ۱۲کاله بند محکوم کړ.

د متهم مدافع وکيل محمدطاهر عليزي د محکمې په جريان کې د عبدالجميل په دفاع کې وويل، چې نوموړی د سيمې نېک شخص دی.

نوموړي زياته کړه، چې د ده موکل د انسان تښتونې په ياده پېښه کې هېڅ ډول لاس نه لري.

د هغه په وينا، د ميلاد په نوم کس د مزارشريف ښار له محب څلورلارې وتښتول شو او د بلخ ولايت شولګر ولسوالۍ ته رسول شوی و.

عليزی وويل، انسان تښتونکو څنګه وکړای شول، چې د مزارشريف ښار او شولګر ولسوالۍ ترمنځ له دريو امنيتي پوستو تښتول شوی کس واړوي.

نوموړي زياته کړه، چې د ده موکل د يوې دسيسې له مخې شوى، خو دسيسه يې په ډاګه نه کړه.

څارنوال عبدالجبار ثاقب د تښتول شوي ميلاد د دوسيې په تشريح کې وويل، چې د نوموړي له خوشې کېدو وروسته يې پلار امنيتي مسوولينو ته عرض کړی و، چې زوی يې د اشرف او احمد صميم په نومونو دوو کسانو تښتولی دى.

نوموړي زياته کړه، چې ياد کسان د بلخ د ملي امنيت رياست له خوا ونيول شول او د څېړنو له مخې يې عبدالجميل ادعا کړې، چې ميلاد ده تښتولى و.

د مدافع وکيل او څارنوال د دليلونو له وړاندې کولو وروسته د بلخ استيناف محکمې عبدالجميل پر ۱۲ کاله بند محکوم کړ.

د استيناف محکمې رييس محمدعزيز سروري وويل: ((تاسو عبدالجميل چې د ۱۳۹۲لمريز د نهمې مياشتې په ۲۱مه نېټه د مېلاد په نوم کس تښتولی و، د محکمې د صلاحيت له مخې د قاچاٍق او انسان تښتونې د مبارزې د قانون د شپږمې مادې د څلورمې فقرې پر بنسټ پر ۱۲ کاله بند محکوم شوئ.))

نوموړي زياته کړه، چې عبدالجميل د تميز محکمې غوښتنه کولی شي.

د بلخ ولايت اوسېدونکي په دې ډول د علني محکمو له لارې د فيصلو له اورولو خوښ دي.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي عبدالستار پژواک ته وويل، چې که چېرې فيصلې په علني ډول وشي او عامو خلکو ته هم په کې په پراخه کچه د ګډون بلنه ورکړل شي نو پر ټولنه به يې مثبت اغېز ډېر وي.

نوموړي زياته کړه، چې محکمې بايد فيصلې د اړيکو له لارې نه، بلکې د افغانستان د قوانينو له مخې وکړي، چې د خلکو باور ترلاسه کړای شي.

Related Topics