جلال اباد (پژواک ٣١ غويى ٩٣): د جلال اباد ښار يو شمېر اوسېدونکو له هندوستان څخه د تېر کال د ځانمرګي بريد د خسارې او د دغه هېواد د کونسلګرۍ بلې ساحې ته د لېږدولو غوښتنه وکړه.
د جلال اباد ښار د عربانو ګولايي ته څېرمه کوڅه کې چېرې چې د هندوستان کونسلګري هم موقعيت لري، د ١٣٩٢ لمريز کال د زمري په ١٢مه ځانمرګى بريد شوى و.
په دغه بريد کې د يو شمېر ماشومانو په ګډون ١٠ تنه وژل شوي وو او ٢١ نور ژوبل وو.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د غويي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د عربانو د ګولايي يو شمېر اوسېدونکو نن په قصر کې له والي مولوي عطاء الله لودين سره وليدل.
هغه زياته کړه، چې په دې غونډه کې د ګولايي عربانو د التقوا جومات ملا امام په مشرۍ د دې سيمې خلکو د ولايت د بهرنيو چارو رييس او د هندوستان کونسلګرۍ استازي برخه درلوده.
د عبدالزي په وينا، د يادې سيمې راغلي پلاوي وويل چې تېر کال د هندوستان پر کونسلګرۍ د بريد په پايله کې ٣١ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
دوى زياته کړه، چې د هندوستان هېواد له لوري د يادې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره نغدي مرسته شوې، خو د دې ترڅنګ دغه هېواد ژمنه کړې وه، چې د دې سيمې خلکو ته به مالي خساره هم ورکوي.
د يادې سيمې اوسېدونکو له والي څخه وغوښتل، چې د هندوستان حکومت بايد پر پخوانۍ ژمنه بايد عمل وکړي او زيانمن شوو خلکو ته مالي خساره ورکړي.
دغه راز د جلال اباد ښار د عربانو د ګولايۍ اوسېدونکو وويل چې د هندوستان کونسلګرۍ بايد د جلال اباد ښار له منځ څخه بل مناسب ځای ته ولېږدول شي.
د والي وياند وايي چې مولوي عطاء الله لودين د بهرنيو چارو رييس او د هندوستان کونسلګرۍ استازي ته لارښوونه وکړه، چې دغه پيغام رسماً د هندوستان سفارت مسوولينو ته ورسوي.
دغه راز والي د يادې پېښې زيانمنو کسانو ته د شپږ ميليونه او شپږ سوه زره افغانۍ د خسارې ورکولو سپارښتنه هم وکړه.
مولوي لودين زياته کړه، چې د هندوستان حکومت مسوولين بايد د جلال اباد په ښار کې بل مناست ځای په ګوته کړي او ولايت مقام به په دې برخه کې پوره همکاري وکړي.
ننګرهار والي د جلال اباد ښار ګولايي عربانو اوسېدونکو ته پوره ډاډ ورکړ، چې د دغو ستونزو د حل لپاره به نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي او د حل لاره به ورته ومومي.
د عربانو ګولايي سيمې يوه اوسېدونکي نظرمحمد پژواک اژانس ته وويل چې دوى هر وخت په دې سيمه کې له ځانمرګي بريد يا چاودنې څخه په وېره کې وي.
هغه زياته کړه، چې د نورو هېوادونو کونسلګرۍ بايد د خلکو د اوسېدنې له سيمو څخه نورو ساحو ته ولېږدول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP