Language

د هرات مسوولين: د نفتو چاڼخونې ته دې د فعاليت اجازه ورکړل شي

کابل (پژواک، ٣١ غويى ٩٣): د هرات ځايي چارواکي او د خامو نفتو د يوې چاڼخونې مسوولين وايي، چې د دې چاڼخونې له معياري والي سربېره هم ورته د خامو نفتو د توريد اجازه نه ورکول کېږي او سوداګرۍ وزارت يې چاڼخونه غيرمعياري بولي.

د مسوولينو په وينا، دا نوې چاڼخونه نږدې درې مياشتې وړاندې د ٣٠ ميليونو ډالرو په ارزښت د يوه افغان سوداګرو له خوا د هرات ښار په کمر کلاغ سيمه کې پرانيستل شوه.

د يادې چاڼخونې مرستيال حاجي نظام الدين وويل، چې د خامو نفتو د نشتوالي او له چاڼخونې څخه د دولت د نه ملاتړ له امله يې تر اوسه فعاليت نه دى پيل کړى.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د دې فابريکې له فعاليت سره له ٥٠٠ کسانو زياتو په چاڼخونه او نږدې ٢٠٠ نورو کسانو ته د ترانسپورت په برخه کې کار پيدا شوى دى.))

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا چاڼخونه د ورځې د اووه زرو بوشکو خامو نفتو د چاڼ وړتيا لري.

هغه وويل، چې د وزيرانو شورا او سوداګرۍ وزارت د خامو نفتو د توريد په برخه کې د دوى د فعاليت د پيل مخنيوى کړى او که چېرته يې فعاليت پيل شي، نو د پانګه والو د پانګونې د اقتصادي ودې ترڅنګ به د هرات ولايت د عوايدو کچه هم لوړه شي.

نظام الدين وړاندې وويل، چې دا چاڼخونه له درېيو مياشتو راهيسې فعاليت ته چمتو ده، خو تراوسه  يې  وزيرانو شورا او سوداګرۍ او صنايعو وزارت څخه د خامو تېلو د توريد جوازليک نه دى ترلاسه کړى.

هغه زياته کړه: ((د نفتو پر دې چاڼخونه له ٣٠ ميليونو ډالرو څخه زياته پانګونه شوې، ټولې دستګاوې يې توليد ته چمتو دي، خو ځينې مافيايي لاسونه د خامو نفتو د واردېدو مخه نيسي.))

نوموړي دا مافيايي ډلې مشخصې نه کړې، خو ويې ويل چې د وزيرانو شورا اقتصادي کمېټې، د سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو او حکومتي اقتصادي شاخصونو ځينې چارواکي له تېرو درېيو مياشتو راهيسې په بېلابېلو بهانو دې چاڼخونې ته د خامو تېلو د توريد په جواز ورکولو کې مخنيوى کوي.

نوموړي زيات کړه: ((د سوداګرۍ وزارت نږدې دوه مياشتې وړاندې تصميم ونيوه، چې د نفتو د توليد څېړنې لپاره له مرکز څخه دې چاڼخونې ته يو پلاوى وګوماري، خو دا پلاوى تراوسه پورې معلوم نه شو.))

هغه څرګنده کړه، چې خام نفت له قزاقستان، قرغيزستان، ترکمنستان او او روسيې څخه پېري او هېواد ته يې واردوي.

که څه هم نوموړي وويل، چې د اقتصاد وزارت  چارواکو له يوې بهرنۍ کمپنۍ سره د دې چاڼخونې د ارزولو لپاره د يوه تړون له لاسليک څخه دوى خبر کړي، خو د اندېښنې په څرګندولو سره يې وويل: ((دوې مياشتې کېږي، چې د پلاوي انتظار کوو.))

نوموړي وويل، له بده مرغه چې د پلاوي د کار مخ ته وړلو او د چاڼخونې د ماشينونو د فعالولو لپاره هم د خامو نفتو اړينه اندازه په واک کې نه لري.

د هرات د خامو نفتو د چاڼخونې مرستيال ادعا وکړه، چې په مرکز کې ځينې کړۍ د غضنفر ګروپ د نفتي توکو د چاڼخونې قضيه بهانه ګرځولې او د دوى د فابريکې د کار پيلولو مخنيوى کوي، خو د دې کړيو نوم يې ياد نه کړ.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دې چاڼخونې دستګاوې په اېټاليا کې جوړې شوي، له غوره کيفيت څخه برخمنې دي او کولى شي خام نفت له نړيوالو معيارونو سره چاڼ کړي.

هغه وويل: ((دا فابريکه په يوه وخت کې د سپکو او درنو نفتو، ال پي جي ګاز، سپينو نفتو، ډېزلو، مبلايلو او روغنياتو د چاڼ ظرفيت لري.))

نوموړى وايي، د دې چاڼخونې د تېلو په لسګونو ټانکرونه يې د خامو نفتو د واردولو د جواز نه درلودلو له امله له پولې هاخوا ولاړ دي او تر اوسه پرې زرګونه ډالر جريمه راغلې ده.

هغه زياته کړه، چې دا فابريکه د ارزانه او غوره کيفيت لرونکو تېلو د توليد وړتيا لري  او کولى شي د هغو تېلو د توريد مخه ونيسي، چې په بازارانو کې له خراب کيفيت سره په لوړه بيه پلورل کېږي.

په ورته وخت کې د هرات والي سيد فضل الله وحيدي هم د سوداګرۍ او صنايعو وزارت، دې چاڼخونې ته د خامو نفتو د توريد په برخه کې د جواز نه صادرولو له امله په غفلت تورن کړ.

هغه ادعا وکړه، چې دا وزارت او ځينې نورې ادارې د دې پرځاى، چې پانګه وال  پانګونې ته وهڅوي، برعکس په هېواد کې يې د پانګونې مخنيوى کوي.

وحيدي زياته کړه: ((پر موږ پورې اړوند کارونه يې خلاص شوي دي، حتى د نفتو په واردولو کې د همکارۍ په خاطر مو مرکز ته هم څو مکتوبونه استولي دي.))

نوموړي د دې چاڼخونې فعالېدل د هرات لپاره حياتي وبلل او زياته يې کړه: ((په هرات کې له هر ډول پراختيايي او بنسټيز کار څخه ملاتړ کوم.))

والي ومنله، چې د خامو نفتو  د دې چاڼخونې په فعالېدو سره به، نه يواځې په سلګونو کسانو ته کار پيدا شي، بلکې بازار ته به په ارزانه بيه غوره نفت هم وړاندې شي.

نوموړى په دې باور دى، چې د دې چاڼخونې په فعاليت سره په لسګونو پانګه وال هڅول کېږي، چې په هرات او د هېواد په نورو ولايتونو کې د نفتي توکو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.

سرچينې پر دې سربېره څرګنده کړه، چې د شوې سروې له مخې هرات يوه نفتي حوزه لري، چې  که چېرته ورباندې کار پيل شي، نو دا ولايت او ګاونډي ولايتونو به  اړ نه وي، چې له ګاونډيو هېوادونو څخه نفت توريد کړي.

په هرات کې د پانګونې د ملاتړ ادارې (ايسا) هم د سوداګرۍ او صنايعو وزارت څخه وغوښتل، چې دې چاڼخونې ته د خامو نفتو د توريد اجازه ورکړل شي.

د دې ادارې سرپرست شفيق احمداحمدي پژواک ته وويل، چې دا ستونزه يې څو ځله له مرکزي دفتر سره شريکه کړې، څو له نورو حکومتي چارواکو سره پرې خبرې وکړي.

هغه زياته کړه: ((مرکز د پلاوي استول بهانه کوي، خو له دوو مياشتو زيات وخت کېږي، چې د دې پلاوي درک نشته  او دا کار نه يواځې چې زموږ د اندېښنې وړګرځېدلى، بلکې دا کمپنۍ هره ورځ زيان ويني.))

هغه زياته کړه، چې  له پانګونې څخه د ملاتړې ادارې په توګه له حکومت څخه غواړي، چې د دې چاڼخونې د پلټنې لپاره ډېر ژر يو پلاوى هرات ولايت ته واستوي، څو د دې کمپنۍ د ورځنيو زيانونو مخه ونيول شي.

خو د چاپېريال ساتنې ملي اداره، هېواد ته د خامو نفتو واردول ډېر زيات خطرناک بولي او وايي، هغه خام نفت چې په سمه بڼه نه وي چاڼ شوي او بازار ته وړاندې شي، پر چاپېريال، د انسانانو روغتيا او د موټرو له وخت وړاندې استهلاک اغېز لري  او د بېلابېلو ناروغيو د خپرېدو لامل کېږي.

د دې ادارې مرستيال مشر غلام محمد ملکيار پژواک ته وويل: ((د خامو نفتو توريد په هر صورت سره زيان لري، په هېواد کې شته چاڼخونې ډېرې پرمختللې نه دي او نه شي کولى خام نفت په A92 پطرول بدل کړي.))

نوموړي زيات کړه، که چېرته اړوندې ادارې ډاډ ورکړي، چې دا چاڼخونې په معياري ډول سره د خامو نفتو د چاڼ وړتيا لري، د چاپېريال ساتنې ملي اداره په هېواد کې د نفتو د واردېدو ملاتړ کوي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي وويل، چې د هرات چاڼخونې په ګډون د نفتو د څلورو چاڼخونو ظرفيت معياري نه دى؛ په داسې حال کې، چې لويې  او معياري چاڼخونې له ٤ ميلياردو ډالرو څخه زياتې پانګونې ته اړتيا لري.

قوقندي زياته کړه، چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له هر ډول پانګونې په ځانګړي ډول د نفتو د چاڼ په برخه کې له شوي پانګونې ملاتړ کوي او جواز ورکوي.

نوموړي وړاندې وويل: ((موږ له ټولو چاڼخونو څخه غواړو، چې په هېواد کې له توليدېدونکو نفتو څخه بايد ډېر کار واخلي.))

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند د دې يادونې ترڅنګ چې د سرپل ولايت د قشقري نفتو کان کې خام نفت استخراجېږي، زياته کړه، چې دا چاڼخونې بايد له خپلو ځمکنيو زېرمو څخه کار واخلي.

قوقندي وويل: ((موږ له هغو چاڼخونو ملاتړ کوو، چې د خپل هېواد استخراج شوو نفتو څخه کار واخلي.))

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند د دې پخلى وکړ، چې ټاکل شوې، د خامو نفتو د ظرفيت ، وړتيا او د چاڼ د نوعيت د پلټنې په موخه له بهره يو پلاوى راشي، خو مشخصه يې نه کړه، چې دا پلاوى به څه وخت هېواد ته راشي.

هغه هيله څرګنده کړه، چې د دې پلاوي په را رسېدو او چاڼخونو له پلټنې وروسته به د نفتو د دې فابريکو مسوولين د هېواد خام نفت وپېري او چاڼ به يې کړي.

قوقندي په خپلو خبرو کې وويل: ((په کلني ډول د درې ميليارده ډالرو په ارزښت نفت هېواد ته را واردېږي، هر وخت چې په هېواد کې له توليدېدونکو نفتو څخه کار واخيستل شي، نو له يوې خوا به له هېواده د اسعارو د وتلو مخه ونيول شي او له بلې خوا له کمپنيو ملاتړ کېږي، چې د نفتو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي او حکومت ته ماليه ورکړي.))

قوقندي په دې اړه چې د سوداګرۍ وزارت له بهر څخه د خامو نفتو توريد له دې امله منع کړي، چې سوداګر خام نفت د هېواد په دننه وپېري او چاڼ يې کړي.

سرچينې وويل، دا تصميم نه يواځې چې د کانونو په برخه کې د پانګونې د پراختيا لامل کېږي، بلکې د بې کيفيته بهرنيو نفتو د توريد مخه نيسي، چې  همدا نفت د چاپېريال چټلوالي سبب ګرځېدلى شي.

سرچينې زياته کړه: ((په هغه صورت کې چې د وزيرانو شورا د خامو نفتو د توريد اجازه ورکړي، نو د سوداګرۍ وزارت به پرې هېڅ اعتراض ونه لري.))

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت نږدې لس کاله وړاندې هېواد ته  د هر ډول ناچاڼ شوو نفتو توريد منع کړى، خو وزيرانو شورا د ١٣٩٢ لمريز کال په غويي مياشت کې د غضنفر ګروپ چاڼخونې ته د ١٠زره ټنو نفتي توکو د توريد جواز ورکړ.

که څه هم غضنفر ګروپ د دې جوزا له مخې د خامو نفتي توکو د توريد جواز تر لاسه کړ، خو د سونګ توکو د ځينو واردوونکو، د نورم او سټنډرډ ملي ادارې، د چاپېريال ساتني ملي ادارې او د ځينو نورو بنسټونو اندېښنې يې را وپارولي.

دې سازمانونه او شرکتونو ادعا کوله، چې د خامو نفتو، پريماګون، پچينو، مازوت او نورو توريد بايد منعه شي، ځکه چې د چاپېريال او د انسان روغتيا ته زيان لري او له همدې امله د وزيرانو شورا، هېواد ته د خامو نفتو توريد منع کړى دى.