Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د يوه قوماندان په ګډون لس سيمه ييز پوليس وژل شوي

کلات-مهترلام (پژواک ٣١ غويى ٩٣): د لغمان او زابل ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې د يوه قوماندان په ګډون لس سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

د زابل امنيتي چارواکي وايي چې شپږ پوليس نږدې دوه اونۍ مخکې د وسله والو له خوا له نوبهار ولسوالۍ تښتول شوي وو.

 د دغه ولايت مرستيال والي محمدجان رسوليار د غويي پر ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد پوليس له نوبهاره شينکۍ ولسوالۍ ته په لاره وو، چې د وسله والو له خوا تر نښتې وروسته وتښتول شول.

 رسوليار وايي چې وسله والو طالبانو دغه پوليس پرون ورځ وژلي او د نوبهار ولسوالۍ د لودنيانو په کلي کې يې غورځولي دي.

 د هغه په وينا، چې د يادو پوليسو د مړو د لېږدولو لپاره يې د سيمې سپيڼ ږيري ور لېږلي وو، خو وسله والو طالبانو د جسدونو له ورکولو انکار کړى دى.

 خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې ياد پوليس له دوى سره بنديان وو، خو دوى نه دي وژلي، بلکې د نښتې پر مهال وژل شوي دي.

 هغه وويل چې پرون د دولت ځواکونو د هغوى د خلاصون په موخه عمليات پيل کړي وو، چې په ترڅ کې يې دغه پوليس ووژل شول.

 خو د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي مني چې پرون عمليات شوي، خو ياد پوليس د عملياتو پر مهال نه دي وژل شوي.

 د يو بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو نن سهار وخته د لغمان د مرکز مهترلام ښار اړوند د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

 د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار څلور نيمې بجې وسله والو د مهترلام الينګار ولسوالۍ پر لويه لاره د کټل په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې ډله ييز بريد کړى و.

 هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې څلور پوليس وژل شوي دي.

 د نوموړي په وينا، په ځوابي نښته کې يو شمېر وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ، خو کره شمېره يې نه ده معلومه.

 د وژل شوو پوليسو جسدونه د مهترلام ملکي روغتون ته ور وړل شوي دي.

 د يادې پوستې يوه سرتېري چې له بريد روغ پاتې شوى، پژواک اژانس ته وويل ، وسله وال په يوه رېکشه کې په داسې حال راغلي وو، چې چادرۍ يې په سر وې.

 هغه زياته کړه، چې دوى د پوستې له ساتونکي څخه د قوماندان پوښتنه کړې وه او له دې سره سم يې لومړى ساتونکى وژلى او بيا يې په پوسته کې د قوماندان په ګډون درې نور پوليس ووژل.

 سرچينې وويل چې وسله والو له ځانه سره د پوستې وسلې هم وړې دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوى په لغمان کې دوه پوستې له وسلو سره نيولې او پنځه سيمه ييز پوليس يې وژلي دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.