کابل (پژواک ٣١ غويى ٩٣): وسله والو طالبانو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د دوى د مشر ملا عمر د کورنۍ غړى د نظامي کمېسيون مشر ټاکل شوى دى.
څه موده مخکې امنيتي سرچينو خبر ورکړى و، چې د ملا محمد عمر ورور عبدالمنان هوتک د وسله والو طالبانو د نظامي شورا د مشر په توګه وروسته له هغه وټاکل شو چې پخوانى مشر ملا ذاکر خپله دنده پرېښوده.
د وسله والو طالبانو له خوا د غويي په ٣١مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې يادې اوازې بې اساسه دي او دوى يې ردوي.
سرچينې زياته کړې، د طالبانو د مشر د کورنۍ هېڅ کوم غړی د دوى په تشکيلاتو کې کومه رسمي دنده نه لري او نه هم کوم يو د نظامي کمېسيون د مشر په توګه غوره شوی دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، کله چې د طالبانو په ليکو کې بدلون راځي، نو دوى يې په ډاګه اعلانوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP