Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ښرنه (پژواک ٣١ غويى ٩٣): د پکتيکا ښاروال وايي، چې يو ملي سوداګر په دغه ولايت کې د لس ميليونه ډالرو په ارزښت تفريحي پارک جوړوي.

سيد عبيدالله سادات له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، د دغه پارک د جوړلو چارې به په نږدې راتلونکي د مرکز ښرنې اړوند له “سردې بند” سره څېرمه پيل شي.

سادات و ويل، دغه تفريحي پارک پر٢٥٠جريبه ځمکه جوړېږي، چې د ماهيانو د نيولو او چکر لپاره وړې کښتۍ، عصري هوټلونه، د لوبو واړه ميدانونه ، هټۍاو نورې اسانتياوې به ولري.

ښاروال وايي: ((د فريد په نوم د پکتيکا يوه پانګوال، چې اوس په تاجکستان کې اوسېږي، غواړي په خپل مالي لګښت دغه پارک جوړ کړي. زما او پارک جوړوونکي پانګوال “فريد” ترمنځ په دې اړه تفصيلي خبرې شوې. هغه ډاډ راکړى، چې د ځمکې تر انتقال وروسته به حتماً کار پيلوي.))

ښاروال وويل، دوی يوازې د ځمکې انتقال ته په تمه دي او د مراحلو له ترسره کېدو وروسته به د پارک جوړولو چارې پيل شي.

هغه وويل، پارک د “سردې بند” په څنډه کې جوړېږي، چې يوه پراخه او زرغونه سيمه ده او په اوړي کې د پکتيکا، غزني سلګونه ځوانان اوسيلانيان ورته د لامبو وهلو او کب نيولو لپاره ورځي.

ښاروال وايي، دوى د سيمه ييزو ارګانونو تر تاييد وروسته کرنې رياست ته مکتوب لېږلى څو ياده ځمکه ښاروالۍ ته انتقال کړي.

ده وويل، په دې اړه کارونه په جريان کې دي، چې تر بشپړېدو وروسته به د پارک پر جوړولو کار پيل شي.

د پکتيکا د کرنې رييس محمدوصيل پژواک ته وويل، د ځمکې دغه موضوع د کرنې رياست نه، بلکې د اراضي مديريت اړوند ده.

دی وايي، اراضي مديريت اوس په کرنې رياست پورې تړاو نه لري، څو مياشتې کېږي چې يوه ځانګړې څانګه اعلان شوې ده.

د کرنې رييس وويل، ښاروال هم کېدای شي چې مکتوب د اراضي مديريت ته لېږلی وي.

د پکتيکا ښاروال سيد عبيدالله سادات هم وايي، چې مکتوب يې د اراضي مديريت ته لېږلی دی.

هڅه مو وکړه د اراضي مديريت د چارواکو نظر واخلو، خو بريالي نه شوو.

بلخوا د والي وياند مخلص افغان پژواک ته وويل، ياده موضوع تر اوسه د ولايت له مقام سره نه ده شريکه شوې.

افغان زياته کړه: ((دا د ښاروالۍ اړوند موضوع ده او د هغوی صلاحيت دی، هر هغه څوک چې غواړي پانګونه وکړي، ښاروالۍ ته دې عارض شي.))

 افغان وويل، د دې موضوع په اړه به دوی له ښاروال سره وغږېږي او ولايت به په دې برخه کې د وس برابر هر ډول همکاري وکړي.

د پکتيکا اوسېدونکي زلمي له پژواک سره په خبرو کې وويل، د تفريحي پارک جوړېدل بايد د ښاروال تشه ژمنه نه وي، بلکي عملي کار بايد ترسره کړي.

هغه د “سردې بند” سيمه د پارک جوړولو لپاره وړ وبلله او ويې ويل، که په دې سيمه پارک جوړ شي د هېواد يو له مشهورو پارکونو به وي.

د ښرنې يوه اوسېدونکي رحمت الله په ښرنه ښار کې د تفريحي پارک جوړول ښه اقدام وباله.

ده وويل: ((د دغه پارک په جوړولوسره به په ښرنه کې خلکو ته ښه تفريح ځاى پيدا شي خو هيله ده، چې ښارول خپله ژمنه عملي کړي.))

د يادولو ده، په پکتيکا ولايت کې د فوټبال له يوه لوبغالي پرته، د تفريح لپاره بل هېڅ هم نشته.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.