Language

کرزى: ترهګري د سيمې د امنيت او سولې پر وړاندې ستر ګواښ دى

کابل (پژواک ٣١ غويى ٩٣): ولسمشر کرزي د “سيکا” په غونډه کې د وينا پر مهال، ترهګرۍ د سيمې د سولې او ثبات لپاره تر ټولو سخت ګواښ وباله او ويې ويل، چې يواځې حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته متقابل احترام او باور او له يوه بل سره پوره همکاري دغه ګواښ له منځه وړلى شي.

د ولسمشر د وياند دفتر له لوري په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په اسيا کې د متقابلو همکاريو او د اعتماد جوړونې د تدابيرو سازمان مشرانو “سيکا” غونډه، نن د چين د ولسمشر “شي جين پينګ” په کوربه توب د دغه هېواد په شانګهاى ښار کې تر سره شوه.

په دې ناسته کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم وينا وکړه او د ياد کنفرانس اهميت ته يې په اشارې سره وويل، چې په حقيقت کې د دغه سازمان موخه د سيمې او نړۍ هېوادونو تر منځ د اعتماد جوړول او غښتلتيا ده، چې د سولې او ثبات په ټينګولو کې د اوسني عصر تر ټولو مهمه اړتيا ده.

هغه زياته کړې، په اوسني عصر کې چې د هېوادونو تر منځ همکاري تر ډېره بريده خپلې کچې ته رسېدلې، يواځې د هېوادونو تر منځ په صادقانه ډول د حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا، له يو بل سره د همکارۍ او احترام په درلودلو سره، د دغې لويې وچې وګړي ارامه ژوند درلودلى شي.

همدارنګه ولسمشر کرزي، د ګاونډيو او سيمې هېوادونو تر منځ د همکارۍ پر اهميت د ټينګار تر څنګ ويلي: “په داسې حال کې، چې نړيوالې مرستې د افغانستان له خلکو سره شوي، ترڅو ټولنيزې، اقتصادي او سياسي پراختيا ته لاسرسى ومومي، دا هم يو ثابت امر دى چې په افغانستان کې تلپاتى امنيت او پراختيا د ګاونډيو او د سيمې هېوادونو په مرسته راتللى شي.”

د هېواد ولسمشر له ترهګرۍ او افراطيت سره د مبارزې لپاره په ټوليز ډول د هڅو کولو د ټينګار ترڅنګ ويلي: “په افغانستان، چين او پاکستان کې وروستۍ ترهګريز بريدونه د دې څرګندويه دي، چې ترهګريزو شبکو نن زموږ په سيمه کې کلکې ريښې غځولې. نو له همدې امله دا ډول کړنې موږ له يو بل سره نږدې کوي، ترڅو پر وړاندې يې مبارزه وکړو. همدارنګه موږ ټول بايد هغه دولتي دستګاوې چې له ترهګريزو ډلو څخه د يوې سياسي الې په توګه د خپلې ګټې او موخو لپاره کار اخلي، هغوى ته پناه ځايونه برابروي او له هغوى څخه مالي ملاتړ کوي، بايد سخت وغندو.”

نوموړي سيمه ييزه همکاري د پراختيا او پرمختګ لپاره له اهميته ډکه وبلله او زياته يې کړه: “زموږ سيمه د اقتصادي ودې لپاره د لويو ظرفيتونو درلودونکې ده. د سوداګرۍ، ټرانزيټ، لېږ رالېږد او انرژۍ په برخو کې پراخه او غېزناکه همکارۍ د سيمې د پراختيا او سولې ټينګښت په ډګر کې مهم رول لري. په دې برخه د ورېښمو د لارې جوړول، چې افغانستان يې يوه برخه ده، د سيمه ييزې همکارۍ لپاره اغېزناک رول او ډېر فرصتونه برابرولى شي.”

ولسمشر کرزي په خپله دغې وينا کې د هېواد ملي ځواکونه ستايلي او ويلي يې دي، چې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسووليت د لېږد پروسه له خپل ټاکل شوي وخت وړاندې بشپړه شوه او اوسمهال افغانستان ٣٥٠زره غښتلى امنيتي ځواک لري، چې له خپل هېواده د امنيت د ټينګښت او له سرحدونو څخه د دفاع په برخه کې يې خپله وړتيا ښودلې ده.

ولسمشر کرزي زياته کړې، چې د افغانستان په وروستيو ټاکنو کې شاوخوا اووه ميليون کسان له کوم ډار او ګواښ پرته د رايې ورکونې مرکزونو ته لاړل او دغه پراخ ګډون څرګندوي، چې افغانان پر خپلو ملي ځواکونو باور لري.

د افغانستان اسلامي جمهوريت ولسمشر د خپلو خبرو پاى کې ويلي: “زما لپاره تر ټولو لوى وياړ دا دى، چې د خپلو خلکو د ښه راتلونکي لپاره مې خدمت کړى. دولس کاله وړاندې چې ما کله دلته خبرې کولې، افغانستان له ډېرو ګواښونو سره مخ و، خو نن افغانستان بدل شوى او هغه هېواد دى، چې د سولې او ثبات پر لوري روان دى او دغه لاسته راوړنې د سيمه ييزو او نړيوالو ملګرو له ملاتړ او همکارۍ پرته شونې نه وې.”

د ولسمشر د وياند د دفتر د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د ولسمشر کرزي په ګډون د ١٢ هېوادونو مشرانو، د روسيې فدراتيف ولسمشر ولاديمير پوټين، د ايران اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني او د قزاقستان ولسمشر نور سلطان بايوف او د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي بانکي مون په ګډون، د نړيوالو سازمانونو لوړپوړو استازو هم ګډون درلود.