Language

 کندهار ښار (پژواک، ٣١غويى٩٣): د کندهار چارواکي وايي، د ملي امنيت منسوبينو د يو لړ کشفي معلوماتو پر اساس د وسلوالو طالبانو د چريکي  ډلي پنځه غړي له يوه اندازه وسلو سره نيول شوي دي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې، د ملا عبدالله مشهور په جانان په نوم د طالبانو ډلې له څه مودي راهيسي په کندهار ښار او يو شمېر نږدې سيمو کې فعاليت کاوه، چې نن د ملي امنيت د منسوبينو له خوا ونيول شول.

په خبرپاڼه کې ددې کسانو د هويت په ډاګه شوى او ويلي يې دي چې سلطان شاه د پاکستان د پښين اوسېدونکی، غلام رسول د کندهار د ارغستان ولسوالۍ، رفيع الله او عبدالکريم د سپين بولدک ولسوالۍ، او تاج محمد د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

سرچينه زياتوي چې دغو کسانو په کندهار ښار کي يې چاودنې او ترهګريز فعاليتونه تر سره کول.

د ملي امنيت منسوبينو له دوى سره درې تمانچې، يوه ډبه چاودېدونکي توکي، د ماين اووه کانچې، د ماين ريموټونه، دوه ساعتي لرونکي ماينونه او نورې چاودېدونکي توکي نيولي دي.