کلات ( پژواک د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٣ ) : د زابل چارواکي وايي، چې ددې ولايت د نوبهار ولسوالۍ د سقوط په حال کې ده او که ژر مرسته ونه رسيږي، نو په دې ولسوالۍ کې مېشت سرتېري به له ستونزو سره مخامخ شي.
دغه څرګندونې د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار د غبرګولي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وکړې.
هغه زياته کړه ، چې ددې ولايت په ختيځ کې پرته د نوبهار ولسوالي له تېرو څو مياشتو راهيسې د وسله والو مخالفينو تر محاصرې لاندې ده .
د رسوليار په وينا، ډېرى مهال مخالفين په دې ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو بريدونه کوي ، چې له امله يې مرګ ژوبله هم اوړي.
شاوخوا دوه اونۍ مخکې وسله والو مخالفينو ددې ولسوالۍ اته پوليس تښتولي وو، چې دوه ورځې مخکې يې د شپږو مړي ترلاسه شوي دي.
د والي مرستيال وايي، نوبهار د غزني له ناوې ولسوالۍ سره ګډه پوله لري ، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دى.
د هغه په وينا، که چېرې ژر مرستې ونه رسيږي، نو نږدې ده، چې د نوبهار ولسوالۍ سقوط وکړي او په دې ولايت کې مېشت د دولتي ځواکونو ژوند له ګواښ سره مخامخ شي.
رسوليار وويل،چې دوى په کابل کې مرکزي ادارې ته خبر ورکړى ، خو په دې اړه هېڅ اقدامات نه دي شوي.
په مشرانو جرګه کې د زابل وکيل او د دې جرګې د شکايتونو د کمېسيون رييس ډاکټر زلمى زابلى هم مني چې د نوبهار ولسوالي تر کلکې محاصرې لاندې دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په دې اړه يې د کورنيو چارو وزير عمر داوودزي سره خبرې اترې کړې دي او هغه لارښوونه کړې ، چې په بيړنۍ توګه دې يادې ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه ولېږل شي.
د نوموړي په وينا، د کورنيو چارو وزير د نوبهار ولسوالۍ د ستونزې په اړه معلومات نه درلودل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP