لومړى تعقيب ، غزني(پژواک د غبرګولي لومړۍ نېټه٩٣):د غزني چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د يوې چاودنې له امله د ملي اردو د درې سرتېرو په ګډون ٩ تنه ټپيان شول.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يولس نيمې بجې د غزني ښار د ” فرخي” په څلورلارې کې چاودنه وشوه.
ننګ وويل، پېښه په يوه باسيکل کې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځ ته شوه ، چې د ملي اردو درې سرتېري او د يوې مېرمنې په ګډون ٦ تنه ولسي وګړي په کې ټپيان شول.
د غزني د عامې روغتيا روغتون چارواکو په وينا، له دغې پېښې ورته ٨ ټپيان ور وړل شوي دي.
د پېښې عيني شاهدان وايي، سيمه د افغان پوځيانو له لوري کلابنده ده او ويل کېږي ، چې دلته يو بل ماين هم ځاى پر ځاى شوى دى.