کابل (پژواک د غبرګولي لومړۍ نېټه،٩٣): ولسمشر حامد کرزي د چین په اورومچي ښار کې هغه چاودنه ، چې ډېر شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوله اوښتې، په کلکو ټکو وغندله.
د چین د رسمي خبري آژانس شینوا د رپوټ له مخې، د چین د شمال لوېديځ سنکیانګ ایالت د مرکز اورومچي په یوه بازار کې په یوه موټر کې ځای پرځای شويو چاودېدونکو ته چاودنه ورکړل شوې ، چې شاوخوا ۳۱ کسان يې وژلي او تر ۹۰ ډېر کسان پکې ټپیان شوي دي.
د ولسمشر د وياند دفتر په خبرپاڼه کې، چې نن پژواک خبري اژانس ته رسيدلې ؛ ويل شوي، چې ولسمشر حامد کرزي د چین له حکومت او خلکو سره د خواخوږۍ او د ډاډګېرنې د مراتبو د وړاندې کولو په ترڅ کې وویل : ((د دا ډول کړنو ترسره کول د سیمې د امنیت او ثبات د دښمنانو کار دی، چې نه غواړي په سیمه کې امنیت، ثبات او ترقي راشي.))
حامد کرزي همداراز زیاته کړې، چې د افغانستان خلک تربل هرچا د اورومچي د خلکو درد احساسوي، ځکه دوی په خپله هره ورځ د تحميل شويو تروریستي بریدونو قربانیان دي.
د هېواد ولسمشر په دغې تروریستي کړنه کې د قربانیانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هيله کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP