مزارشريف ( پژواک د غبرګولي لومړۍ نېټه، ٩٣): د شمال د لويې لارې د مساپر وړونکو موټرو چلوونکي او عام خلک، په تاشقرغان تنګي کې د دغې لارې د ويجاړ شوي سړک په بنسټيزه توګه د بيارغولو غوښتنه کوي.
دوی که څه هم په موقت ډول د سړک پر جوړېدو خوښ دي، خو وايي، چې د شمال پر لويه لاره د بار وړونکو موټرو د ډېر تګ راتګ له امله له خورا ستونزو سره مخ دي.
دوه ورځې مخکې د بلخ ولايت په تاشقرغان تنګي کې د سېلابونو له امله ويجاړ شوی سړک په موقت ډول جوړ شو او د شمال لويه لاره، له ۱۵ورځو بندښت وروسته د لنډمهال لپاره پرانيستل شوه.
د دې لارې د خرابېدو له امله، هره ورځ لسګونه کسان پر غره له ۷ ساعته مزل څخه وروسته د تنګي يوې او بلې خوا ته اوښتل، ځينو د کندوز او بلخ تر منځ د ايرګنک سيمې پر خامه لارې لومړى کندوز ته ځان رساوه او بيا نورو ولايتونو ته تلل. خلک اړ وو، چې د سل متره لارې پرځاى چې سړک يې ويجاړ شوى و، سلګونه کيلومتره مزل وکړي.
همداراز د ياد سړک له امله د بلخ ولايت د ګمرګ په ورځنيو عوايد کې ۵۰ سلنه کمښت هم راغلی و.
د مزار- کابل د لويې لارې د کرولا موټر چلوونکي محمد امين د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی خوښ دي، چې لږ تر لږه لاره خو پرانيستل شوه.
نوموړي زياته کړه، د يادې لارې د بندېدو له امله دوی مجبور وو، چې د کندوز- بلخ تر منځ د ايرکنګ سيمې پر لاره لومړى کندوز ته ځان ورسوي او بيا کابل ته روان شي.
د هغه په وينا، له همدې امله دوی د مزار- کابل لاره په ساعتونو کې وهله.
خو محمدامين وويل، چې لا هم د دوی ستونزه په بنسټيزه توګه هواره شوې نه ده.
نوموړي زياته کړه، هره ورځ موټر په تاشقرغان تنګي کې د بار وړونکو موټرو د زيات تګ راتګ له امله نږدې درې ساعته تم کېږي.
د همدې لارې يوه بل موټرچلوونکي سيد اسلم پژواک ته وويل، چې دولت بايد په بنسټيزه توګه د يادې لارې د جوړېدو لپاره اقدام وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې که د شپې له لوري يواځې بار وړونکو موټرو ته اجازه ورکړل شي، نو عام خلک به ډېر په ستونزو کې نه وي.
د بلخ د فوايد عامې رييس انجنير نصرت وويل، نږدې يوه اونۍ وړاندې د کانتينرونو په مرسته د پېښې په سيمه کې د موقتې لارې د جوړېدو چارې پيل شوې وې، چې دوه ورځې وړاندې لاره پرانيستل شوه.
نوموړي زياته کړه، په لومړي ګام کې دا مهمه وه، چې لاره پرانيستل شي، چې دغه چاره ترسره شوې ده.
د هغه په وينا، لا هم يو څه ستونزې شته، خو ژمنه کوي چې ډېر ژر به د لارې د جوړېدو چارې هم په بنسټيزه توګه پيل شي.
نصرت وويل، چې د فوايد عامې وزارت تخنيکي پلاوی به په نږدې ورځو کې بلخ ته راشي او د سړک له کتنې وروسته به وروستى پلان چمتو کړي.
نوموړي زياته کړه، که څه هم په سمه توګه د يادې لارې جوړونه د استنادي دېوالونو د رغونې له امله ښايي ډېر وخت ونيسي؛ خو دوی هڅې کوي خپلو چارو ته ګړنديتوب ورکړي.