Language

دوه پوليس او درې وسله وال وژل شوي

کندهار، اسعد اباد ( پژواک، ٣ غبرګولى ٩٣ ) : د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې  بريد درې وسله وال وژلي  دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غبرګولي په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا بريد ددانګام ولسوالۍ د زاړه برول په سيمه کې شوى دى.

هغه زياته کړه ، چې په دې بريد کې درې وسله وال وژل شوي، چې دوه يې د پاکستان د لشکرطيبه وسله والې ډلې او يو يې د  پاکستانيو طالبانو د ډلې وسله وال و.

د نوموړي په وينا، په دې بريد کې ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دا بريد پر هغې جنازې شوى، چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې د ماين ځاى پر ځاى کولو پر مهال وژل شوي وو.

د نوموړي په وينا، په دې بريد کې يو ځايي طالب وژل شوى او دوه نور ملکي وګړي ټپيان دي.

د يوه بل خبر له مخې، نن تر غرمې وروسته په کندهار ولايت کې د ماين په يوه چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي دي.

ددې ولايت د مطبوعاتي دفتر سرپرست دواخان مينه پال پژواک ته وويل،  چې دا چاودنه د دامان ولسوالۍ د زړې کلا په سيمه کې شوې وه، چې له امله يې دوه پوليس وژل شوي دي .

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي ، چې په دې چاودنه کې ديوه قوماندان په ګډون درې پوليس وژل شوي دي.