Language

کابل (پژواک ٣ غبرګولى ٩٣): کابل کې د سعودي عربستان سفارت اعلان کړى، چې د افغانستان د شمالي ولايتونو د وروستيو طبيعي پېښو له قربانيانو سره ٥٠٠زره ډالره غير نغدي مرستې ته چمتو دى.

د دغې مرستې هوکړه ليک، نن په کابل کې د سعودي عربستان د سفير او د افغانستان د سرې مياشتې ادارې د مرستيال تر منځ لاسليک شو.

د عربستان سفير مسفر عبدالرحمن الغاصب، د هوکړه ليک د لاسليک په مراسمو کې وويل، چې دغه مرسته د سعودي عربستان د مرستندويه کمېټې له لوري د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې په همکارۍ د افغانستان شمالي ولايتونو د وروستيو طبيعي پېښو له قربانيانو سره کوي.

د هغه په وينا، په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې، نخود، کمپلې، خېمې، ترپالونه او ګرځنده تشنابونه شامل دي.

الغاصب زياته کړه، عربستان د تېر کال په روژې مياشتې کې هم په هرات ولايت کې د ٥٠٠زرو ډالرو په ارزښت له لس زره کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې کړې وې.

کابل کې د عربستان سفير څرګنده کړه، چې دغه هېواد به په راتلونکي کې هم په افغانستان کې له بېوزلو کورنيو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د سرې مياشتې ټولنې مرستيال محمد ظاهر وليزاده هم له دغو نويو مرستو څخه په هرکلي وويل، چې عربستان د هېوا له قربانيانو سره په ډېر اړين وخت کې د پام وړ مرسته کړې ده.

د هغه په وينا، عربستان په تېرو درېيو اونيو کې د هېواد د سوېل، ختيځو او مرکزي سيمو له ٢٠زره سېلاب ځپلو سره د يو نيم ميليون ډالرو په ارزښت غيرنغدي مرسته کړې ده.

ولي زاده زياته کړه، چې د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې د سعودي عربستان له سفارت څخه غوښتي و، چې له زيانمنو کورنيو سره ډېره مرسته وکړي او دغه هېواد هم د دوى دغه غوښتنه ومنله.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.