Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې چاودنې يو ملکي وګړى وژلى او پنځه نور ټپيان دي

لښکرګاه (پژواک ۳ غبرګولى ۹۳): د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د کوچيانو پر يوه موټر د ماين چاودنې شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالاحد چوپان د غبرګولي په ۳ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار شپږ بجې د مارجې ولسوالۍ په قاري صدي سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يو تن وژل شوی او د دوو ماشومانو په ګډون پنځه نور ټپيان دي.

چوپان وويل، چې ماين د وسله والو له خوا ځای پر ځای شوی و.

بلخوا د مارجې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا يوه غړي اخترمحمد پژواک اژانس ته وويل، د پېښې قربانيان ټول کوچيان دي، چې غوښتل يې خپل مالونه د پلور لپاره لښکرګاه ته بوځي.

د ده په وينا، په دې چاودنه کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې ترڅنګ د هغوى ګڼ پسونه او وزې هم له منځه تللي دي.

په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون مسوولين وايي چې له يادې چاودنې ورته دوه ماشومان چې عمرونه يې د لسو کلونو په شاوخوا دي، ور وړل شوي دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.