کابل (پژواک ٣ غبرګولى ٩٣): د مالديپ هېواد چارواکي وايي، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د لوبغاړو او مسوولينو د بس موټر د ټکر له امله لس تنه ټپيان شوي دي، خو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ نه دى.
د مالديپ سيمه ييزې راډيو “سان” د دې هېواد د فوټبال فدراسيون د يوه مسوول ابراهيم رشيد په حوالې ويلي، چې په دې پېښه کې د افغانستان د فوټبالي ملي لوبډلې پنځه لوبغاړي او پنځه مسوولين ټپيان شوي دي.
د دې رسنۍ په خبره، دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د افغانستان د ورزشي کاروان غړي د “ادو” ښار له لوبغالي څخه د خپل استوګنځاى پر لور په يوه بس کې روان وو.
د لايوس د فوټبال له ملي لوبډلې سره د افغانستان د ملي لوبډلې نننۍ سيالۍ پرته له کوم ګول وهلو بې پايلې پاى ته ورسېده، خو افغانستان په دې سياليو کې نيمه پايلوبې ته ووت.
په دې پېښه کې د مالديپ هېواد د پوليسو پنځه کارکوونکي هم ټپيان شوي، چې له دې ډلې د يو تن لاس مات شوى او د پاتې نور وضعيت نورمال ښودل شوى دى.
تراوسه پورې په دې ترافيکي پېښه کې د افغانستان د ملي لوبډلې د مسوولينو او لوبغاړو نومونه په رسمي ډول نه دي په ډاګه شوي، خو په لومړنيو راپورونو کې ويل شوي، چې په دې ټپيانو کې اسلامي الدين اميري (لوبډلمشر)، مصطفى ازاد زوى او فيصل سخي زاده (لوبغاړي) او علي کاظمي (د لوبډلې د مسوولينو له ډلې څخه) شامل دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP