Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې ٩ وسله وال وژل شوي

کندوز(پژواک ٣ غبرګولى ٩٣): ملي اردو په کندوز ولايت کې د ٩ وسله والو مخالفينو د وژلو او د ١٤ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړى، خو وسله والو طالبانو بيا مقابل لوري ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

په شمال ختيځ زون کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د دويمې لوا د مطبوعاتو مسوول جګړن غلام حضرت کريمي وايي، چې دغه مرګ ژوبله د دشت ارچي ولسوالۍ په نورمحمد خان، حاجي نعيم او هجده نهري سيمو کې د نښتو پر مهال رامنځته شوې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پنځه ساعته نښته کې يو د ملي اردو سرتېرى او يو سيمه ييز پوليس ټپيان شوي او امنيتي ځواکونو يوه اندازه مهمات او وسلې هم تر لاسه کړې دي.

د “ذوالفقار١” په نوم دغه عمليات له تېرې اونۍ راهيسې په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر لاره اچول شوي، چې د سيمې اوسېدونکو د جګړې د درولو او امنيت د خوندي کولو غوښتنه کړې ده.

د سيمې يوه اوسېدونکي ګل رحمن وويل: ” امنيتي وضعيت ورځ تر بلې خرابيږي او خلک يې اندېښمن کړي دي.”

هغه زياته کړه، چې دولت تر دې مهاله له طالبانو په بشپړ ډول د دې ولسوالۍ د پاکولو پرېکړه نه ده کړې او له يوې لنډې جګړې او عملياتو وروسته وسله وال طالبان يو ځل بيا دغو سيمو ته راګرځي.

خو د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له لوري پژواک ته په رالېږل شوي برېښناليک کې ويل شوي، چې دوى په دشت ارچي کې د دولتي ځواکونو د مخابرې اړيکه اورېدلې، چې په هغې کې امنيتي ځواکونه خپلو سرتېرو ته لارښوونه کوي، چې طالبان د مختګ په حال کې دي او که چېرې پاملرنه ونه شي، نو ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

هغه ادعا کړې، چې په دغو مخابروي اړيکو کې د ملي اردو د درېيو سرتېرو له وژل کېدو، د پنځو نورو له ټپي کېدو، د يوه ټانک او يوه رينجر موټر له سوځول کېدو او د طالبانو له لوري د وسلو د ترلاسه کولو خبرې اورېدل شوې دي.

خو په شمال ختيځ زون کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د دويمې لوا د مطبوعاتو مسوول وويل، چې د سيمې وضعيت په بشپړ ډول د امنيتي ځواکونو په واک کې ده او د وسله والو مخالفينو هر ډول ادعا ردوي.

د ويلو ده، په دشت ارچي ولسوالۍ کې د جګړو له امله د يادې سيمې سلګونه کورنۍ نورو ځايونو ته کډه شوې او دې سيمې ته د بېرته راستنېدو غوښتنه کوي، خو امنيتي چارواکي وايي، چې ډېر ژر به د دې سيمې امنيت ټينګ کړي او هغوى ته د بېرته راستنېدو زمينه برابره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.