Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته راغی

کابل (پژواک،٤غبرګولى٩٣): په کابل د امريکا د سفارت چارواکي وايي، چې د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر بارک اوباما نن ناوخته په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی دی.

په کابل کې د امريکا دسفارت يوه کار کوونکى رضا ياوري د غبرګولي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما، نن ماخوستن په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلى دى.

نوموړي زياته کړه، چې نوموړى به په بګرام هوايي ډګر کې له امريکايي ځواکونو سره وګوري.

بګرام هوايي ډګر د امريکايي ځواکونو تر ټولو لويه پوځي اډه ده.

د معلوماتو ترمخه ، بارک اوباما ښايي له ولسمشر حامد کرزي سره په دې سفر کې ونه ګوري.

د يادونې وړ دى، چې افغانستان ته دا د امريکا ولسمشر اوباما څلورم سفر دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.