Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند سيند مشاعره ترسره شوه

لښکرګاه (پژواک ٤ غبرګولى ۹۳): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د “هلمند سيند” کلنۍ دوديزه مشاعره ترسره شوه.

په دې مشاعره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر چارواکو سربېره د ولسي جرګې غړو او له بېلابېلو ولايتونو راغلو شاعرانو او ليکوالانو برخه اخيستې وه.

د هلمند سيند مشاعرې په پيل کې د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم د ولسمشر د پيغام له لوستلو وروسته وويل، ياده مشاعره د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست  او د ادبي ټولنو له خوا جوړه شوې ده.

نوموړي له  شاعرانو او ليکوالانو غوښتنه وکړه، څو داسې شعرونه وليکي چې د خلکو پر ذهنيتونو مثبت اغېز وکړي  او پرمختګ ته يې وهڅوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال پوهنمل غلام نبي  فراهي وويل، هلمند خپله پخوانۍ بڼه بدله کړې، چې لوی لامل يې د ځوانانو هڅې دي.

نوموړى وايي، هغه ځوانان چې له ادبياتو سره مينه لري، په همدې برخه کې دې لوړې زده کړې وکړي ، څو په ملي او نړيواله کچه مطرح شي.

دې مشاعرې ته پر کابل، کندهار، ننګرهار، زابل،  نيمروز او کاپيسا، همدارنګه له کويټې او  چمن  څخه هم شاعران او ليکوالان رابلل شوي وو.

د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس علي شاه مظلوميار  وويل، د يادې مشاعرې د جوړېدو يوه موخه له بېلابېلو خلکو سره پېژندګلوي او د تجربو شريکول دي.

هغه پژواک ته وويل، د شعرونو ډېره برخه د هلمند سيند ارزښت او تاريخي مراثونو ته ځانګړې شوې وه.

ياده مشاعره  تېره شپه يوه بجه پاى ته ورسېده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.