Language

زابل کې ځانمرګي بريد دوه تنه ووژل

کلات (پژواک ٤غبرګولى ٩٣): د زابل چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې په يوه ځانمرګي بريد کې دوه پوليس وژل شوي دي.

 د زابل مرستيال والي محمدجان رسوليار د غبرګولي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماخوستن په شاوخوا اتو بجو يوه ځانمرګي د پوليسو پوستې ته څېرمه ځان ته چاودنه ورکړې، چې له امله يې دوه پوليس وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، په موټر کې سپور ځانمرګي غوښتل، چې د کلات په مرکز کې ځان ته چاودنه ورکړې، خو ښار ته د ننوتو پرمهال د پوليسو له خوا له درولو وروسته يې ځان ته چاودنه ورکړه.

وسله والو مخالفينو په دې اړه لا تراوسه څه نه دي ويلي.

 

Related Topics