اسعداباد (پژواک ٤ غبرګولى ٩٣): پر کونړ ولايت يو ځل بيا د پاکستاني پوځيانوله خوا د لرې واټن ١٢٥ توغندويي بريدونه شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غبرګولي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا بريدونه نن سهار له شپږو بجو راهيسې بيا تر اوسه پر شيګل او دانګام ولسواليو د پولې له هغې غاړې د پاکستاني پوځيانو له خوا را توغول شوي.
د قوماندان په وينا، چې له دغو توغنديو ٥٤ يې د دانګام ولسوالۍ پر “ګوريګا، بيله، سياڼ” او نورو سيمو لګېدلي او پاتې د شيګل ولسوالۍ د شلطن درې پر سنو سيمه، چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده، لګېدلي دي.
د سيدخېل په وينا، په دغو بريدونو کې خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي او همدارنګه يې طبيعي ځنګلونو ته هم ستر زيانونه اړولي دي.
قوماندان وايي، چې د دغو بريدونو له امله ډېرى کورنۍ کډه کولو ته اړ شوې دي.
امنيه قوماندان زياته کړه، دا د پاکستاني پوځيانو يوه لويه سرغړونه ده، چې د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف يې کوي.
د يادونې ده، له نوي کال راهيسې يو ځل بيا د پاکستاني پوځيانو له خوا توغندويي بريدونه ډېر شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس اوس په کابل کې په درې اړخيزه غونډه کې له پاکستاني چارواکو غوښتل شوي، چې پر افغان خاوره خپل بريدونه بند کړي.