کندهار(پژواک،٤غبرګولى٩٣): د کندهار ولايت د ملي امنيت رياست ٢٨٠ ميله بېلابېلې وسلې د ډاياګ ( بې وسلې کولو) پروګرام ته وسپارلې.
د وسلو سپارلو دغه پروګرام د ملي امنيت رياست په ودانۍ کې جوړ شوى و، چې په کې د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال، د ملي امنيت رييس جنرال عيسى محمد، په سوېلي حوزه کې د ډاياګ مسوول جنرال عبدالقيوم پوپل او نورو چارواکو ګډون کړى و.
د کندهار ولايت مرستيال پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ٢٨٠ ميله وسلې په تېرو شپږو مياشتو کې د ملي امنيت د منسوبينو له خوا په کندهار ښار او ولسواليو کې د عملياتو پر مهال نيول شوې دي.
هغه زياته کړه، له وسلو سره يو ځاى ګڼ شمېر وسله وال مخالفين هم نيول شوي، خو هغه يې کره شمېره په ډاګه نه کړه.
د نوموړي په وينا، په تر لاسه شوو وسلو کې سپکې او درنې وسلې شاملې دي، چې مخالفينو ورڅخه د هدفي وژنو او ورانکارو کړنو لپاره کار اخيست.
په سوېلي حوزه کې د ډاياګ پروګرام مسوول جنرال عبدالقيوم پوپل وويل، چې ترلاسه شوې وسلې د هغوى د تخنيکي ټيمونو له خوا کتل کېږي، کومې وسلې چې سمې وي تر ترميم وروسته افغان ځواکونو ته ورکول کېږي او کومې وسلې چې خرابې وي، له منځه وړل کېږي.
هغه زياته کړه، د وسلو د ترميم لپاره عصري او معياري ورکشاپونه لري.
تر دې وړاندې د کندهار امنيه قوماندانۍ هم ګڼ شمېر وسلې د ډاياګ پروګرام ته سپارلې وې.