چاريکارر (پژواک ٥ غبرګولى ٩٣): په پروان ولايت کې د وسله والو طالبانو په بريد کې د ناټو څلور اکمالاتي موټر سوځول شوي دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله اندرابي د غبرګولي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه تېره شپه د دغه ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د جبل السراج ولسوالۍ د سرخ تپې په سيمه کې د ناټو د اکمالاتي موټرو اډه ده او له دغه ځايه د چاريکارو ښار ته په نوبت موټر پرېښودل کېږي.
د نوموړي په وينا، تېره شپه وسله والو پر دې اډې بريد کړى و، چې له امله يې يو موټر بشپړ سوځېدلى او درې نور زيانمن شوي دي.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دغه بريد کې تر ٢٥ پورې د تېلو ټانکر سوځول شوي او يو شمېر ساتونکو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP