جلال اباد (پژواک ٥ غبرګولى٩٣): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې د دويم پړاو ټاکنو لپاره يې امنيتي چمتوالى نيولى او پخوانۍ تېروتنې به نه تکراروي.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د غبرګولي په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د ټاکنو د راتلونکي دويم پړاو د ښه ترسرکولو په موخه يې ګڼ امنيتي پلانونه په لاره اچولي دي.
شېرزاد زياته کړه: ((په پچير اګام، چپرهار،نازيان او يو شمېر نورو ولسواليو کې مو ځانګړي عمليات ترسره کړي او په ځينو سيمو کې اوس هم روان دي.))
دی وايي چې څه موده وړاندې يې يوه ګډه غونډه نيولې وه او ټولې هغه کمزورۍ، چې په تېرو ټاکنو کې امنيتي ادارو او نورو اړوندو اداراو لرلې په ډاګه او د حل لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.
د شېرزاد په خبره، چې دوی د يوه منظم پلان له مخې د دويم پړاو ټاکنو د امنيت خوندي کولو لپاره عمليات پيل کړي او تر دې مهاله يې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
امنيه قوماندان ومنله، چې په تېر دور ټاکنو کې امنيتي ځواکونو هم يو شمېر نيمګړتياوې لرلې ، خو په ډاګه يې کړه، چې د دويم دور په ټاکنو کې به ټولې ستونزې هوارې شي.
ده زياته کړه: (( همدا اوس موږ اته محلونه چې تر لوړ ګواښ لاندې وو، نورمال حالت ته راوستلي ، اوس هلته په ډېرې اسانۍ سره ټاکنې تر سره کېدای شي.))
دی وايي ، په پام کې لري تر څو يو شمېر نور هغه ټاکنيز محلونه، چې په لومړي پړاو ټاکنو کې د امنيتي ستونزو له امله بند وو ، بېرته د خلکو پرمخ خلاص کړي.
بلخوا په دې ولايت کې د لومړي نمبر سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمد ايوب حسن خېل هم له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې د دويم پړاو ټاکنو د امنيت د خوندي کېدو لپاره چمتو والی وښود.
ده زياته کړه : (( موږ ډېر کار په سرحدونو کړی او کوښښ کوو ، چې د هر ډول وسله وال بريد مخه ونيسو ، تر څو ټاکنې د امن په فضا کې ترسره شي.))
د هغه په وينا، څو ورځې وړاندې هم د مومندرې ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې د يو شمېر وسله والو د ځپلو په موخه نښته رامنځته شوې وه ، چې ګڼ شمېر وسله وال يې وژلي او ټپيان کړي دي.
حسن خېل زياتوي، چې دوى نوي پلانونه هم په پام کې لري، تر څو د دويم پړاو ټاکنې ښې او د امن په فضا کې ترسره شي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړې انګيزه شينوارې هم د امنيتي ځواکونو وروستۍ لاسته راوړنې ستايي .
انګيزه زياتوي ، چې ولسونه هم له امنيتي ځواکونو څخه د امنيت غوښتنه کوي، تر څو په ټاکنو کې برخه واخلي.
نوموړې وايي: (( څو محلونه بيرته فعاله شوي، په ناامنو ولسواليو کې پوستې ځاى پر ځاى شوي، دا موږ ته يو زيرى راکوي.))
انګيزې پر هېوادوالو غږ وکړ، چې په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي او د خپل هېواد راتلونکى په خپله رايه وټاکي.
ياده دې وي، چې د روان کال د وري مياشتې په ١٦مه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شوې، خو د ولسمشرۍ يوه کانديد هم ٥٠ جمع يو سلنه رايې ترلاسه نه شواى کړى او ټاکل شوې ، چې ددويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه، ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP