Language

شمال کې د جنسي تېريو په اړه څېړنه پيل شوې

مزارشريف (پژواک ٥ غبرګولى ٩٣): په  شمال زون کې د نوي افغانستان د ښځو موسسې له خوا د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېريو په اړه څېړنه روانه ده.

د نوي افغانستان د ښځو موسسې مسوولې شفيقې حبيبي د غبرګولي په ۵ مه په همدې اړه د بلخ د ښځو چارو په رياست کې د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې څېړنه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي عاملين، د تاوتريخوالي لاملونه او دا چې ولې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې نه څارل کېږي؟ څېړل کېږي.

نوموړې زياته کړه، چې دغه څېړنه د شمال زون په پنځو ولايتونو (بلخ، سرپل، سمنګان، جوزجان، فارياب) کې له ۲ زره کسانو څخه  کېږي.

مېرمن حبيبي وويل، چې دغه څېړنه له سرپل پرته په نورو يادو ولايتونو کې ترسره شوې، خو وروستۍ پايلې به يې د څېړنې له بشپړېدو وروسته اعلانوي.

د هغې په وينا ، د يادې څېړنې په پايله کې به په دغو ولايتونو کې د ۱۵۰ ورکشاپونو له لارې پر ښځو د جنسي او تاوتريخوالي د کمولو او ورکېدو د له منځه وړو د حل د لارو چارو د لټولو هڅه  کېږي.

مېرمن حبيبي وويل، چې تر دې دمه شوو څېړنو په ډاګه کړې، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتوالي يو ستر لامل د اسلام له اساساتو د عامو خلکو بې خبري ده.

نوموړې زياته کړه، لا هم عام خلک نه پوهېږي، چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی ګناه ده او د اسلام دين  دغه ډول کړنې حرام بللې دي.

د هغې په وينا ، دويم لامل د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو مجرمينو ته سزا نه ورکول دي.

مېرمن حبيبي وويل، تر دې دمه شويو څېړنو په ډاګه کړې، چې پر ښځو له دوو اړخونو ډېر تاوتريخوالی کېږي، چې يو اړخ يې د کورنۍ غړي دي او بل يې په سيمه کې مېشت زورواکي او غير مسوول وسله وال.

د بلخ د ښځو چارو رييسې مېرمن رابعې مرداي وويل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي يو ستر لامل دا هم دی، چې قانون په سمه توګه نه عملي کېږي.

نوموړې زياته کړه، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ډېری پېښو عاملين په عدلي او قضايي ارګانونو کې بښل کېږي، چې له همدې امله ستونزې لا پسې زياتېږي.

د هغې په وينا، تېر کال په بلخ ولايت کې د ښځو پر وړاندې د جنسي تېريو پنځه پېښې له دوی سره ثبت شوې وې؛ خو په روان کې د ښځو پر وړاندې د جنسي تيريو ۶ پېښې له دوی سره ثبت شوې دي.

د بلخ د ښځو چارو رييسې وويل، چې د سږني کال له شپږو پېښو درې فيصله شوي او پاتې درې لا هم په عدلي او قضايي ارګانونو کې د فيصله کېدو تر بريده رسېدلې دي.

نوموړې زياته کړه، دوی هيله کوي، چې د ورته څېړنو له لارې د ښځو پر وړاندې په روان تاوتريخوالي کې کموالى راشي.

Related Topics