Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په راکټي بريد کې  يو ترافيک پوليس ووژل شو

کندوز (پژواک ٥ غبرګولى ٩٣): په کندوز ولايت کې د راکټي بريد له امله يو ترافيک پوليس ووژل شو او درې نور ټپيان دي.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ وياند سيدسرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ترافيکو رينجر موټر نن سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې له لودين سيمې د کندوز ښار پر لور روان و، چې د چرخاب په سيمه کې پرې بريد وشو.

هغه زياته کړه، چې وسله والو مخالفينو دوه راکټونه پر موټر وتوغول، چې يو پر موټر لګېدلى او له امله يې يو ترافيک پوليس ووژل شو.

حسيني وايي، چې په موټر کې څلور ترافيک سپاره وو او نورو ته زيان نه دى رسېدلى.

د محمدايوب په نوم يوه ځايي استوګن وويل، د دوو درنو چاودنو غږ يې واورېد، خو کله چې له کوره ووت، پر موټر بريد شوى، يو تن په کې وژل شوى او درې نور ټپيان وو، چې هغه هم په رينجر کې روغتون ته يووړل شول.

هغه زياته کړه، چې په دغه راکټي بريدکې رينجر موټر سوځېدلى دى.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ويلو ده، چې تېر کال د کندوز ښار په څلورلارې کې د يوه ځانمرګي بريد له امله د ترافيکو مدير هم له څو نورو ترافيک پوليسو سره ووژل شو او يو شمېر ملکي وګړي ټپيان وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.