Language

په کندهار کې ٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

 کندهار ( پژواک، ٥ غبرګولى ٩٣ ) : په کندهار ښار کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې يو پوليس او يو ملکى وګړى ټپيان شوي او په يوه ترافيکي پېښه کې بيا څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 يوې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن غرمه د دوولسو بجو په شاوخوا کې دوو تنو موټرسايکل سپرو د کندهار ښار په څلورمه ناحيه کې د تالاشۍ پر پوليس ډزې وکړې ، چې هغه او يو ملکي وګړى يې ټپيان کړي دي.

 سرچينه وايي، بريد د افغاني سرې مياشتې رياست مخې ته داسې مهال شوى، چې پر بېوزلو وګړو مرستې وېشل کېدې او ټپي شوى وګړى د دغې ادارې کارکوونکى دى.

 د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانى د پېښې په اړه ناخبري ښيي.

 د يوه بل خبر له مخې، د کندهار- هلمند پر لويه لاره د پنجوايي ولسوالۍ په ساحه کې يو فلډر موټر له سړک څخه اوښتى، چې له امله يې يو ملکي وګړى وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.

  د پنجوايي ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه د يادې شوې ولسوالۍ په ناخوني سيمه کې شوې ده.

 سرچينه وايي، چې پېښه د موټر  چلوونکي د تېز تګ او بې احتياطۍ له امله  رامنځ ته شوې او ټپي شوي وګړي د پوليسو له خوا روغتون ته رسول شوي دي.

 په کندهار کې نه يواځې د امنيتي پېښو، بلکې د ترافيکي پېښو له امله هم ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، چې خلک يې اندېښمن کړي دي.