کابل(پژواک٦غبرګولى٩٣): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له خپل افغان سيال حامد کرزي سره په دويم ځل ټېلیفوني خبرې کړې دي.
له ارګ څخه د غبرګولي په ۶مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د امريکا ولسمشر باراک اوباما نن ماښام يوځل بيا له ولسمشر حامد کرزي سره په ټيليفون خبرې وکړې.
خبرپاڼه زياتوي، چې د دغې ټېلیفوني اړيکې په ترڅ کې د امنیتي مسوولیتونو د ليږد د پروسې په اړه خبرې وشوې او د دغې پروسې پر جزییاتو بحث شوى او یاده پروسه موفقه او کامیابه بلل شوې ده.
سرچينه وايې، چې دواړو مشرانو د وري په ۱۶ مه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو په اړه خبرې وکړې او د دغو ټاکنو موفقانه ترسره کېدل يې وستایل.
سرچينه زياتوي، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په یادو ټاکنو کې د افغانستان د خلکو پراخه ګډون او د ولسمشر حامد کرزي رول موثر وباله.
دغه راز دواړو مشرانو هيله څرګنده کړه، چې د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو دویم پړاو به هم په بریالۍ توګه ترسره شي.
د سرچينې ترمخه، حامد کرزي وویل، چې د افغانستان دولت به د ولسمشرۍ د ټاکنو په دویم پړاو کې به هم د لومړي پړاو په څېر هڅه وکړي ترڅو دغه انتخابات په شفافه ، موفقانه توګه او د امن په فضا کې ترسره شي.
ديادولوده، چې د امريکا متحده ايالاتوولسمشر بارک اوباما، د غبرګولي په ٤مه ماښام ناوخته د يوه ناڅاپه سفر په ترڅ کې افغانستان ته راغلى و او د بګرام په هوايي اډې کې يې د دغه هېواد له پوځي ځواکونو سره څو ساعته تېر کړل او پرته له دې چې د ولسمشر حامد کرزي سره وګوري بيرته خپل هيواد ته ستون شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP