Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد (پژواک ٦ غبرګولى ٩٣): په ننګرهار کې د عدم تشدد فلسفې لاروي او خدايي خدمتګار پاچا خان د مزار د جوړونې په خاطر د لر او بر ځينو فرهنګيانو او د ننګرهار چارواکو حشر وکړ.

په جلال اباد ښار کې د خدايي خدمتګار پاچا خان کمپليکس چې له څو کلونو راهيسې يې د جوړولو چارې روانې دي له څه ځنډ وروسته يې يو ځل بيا پر درېيم پوړ کار پيل شوى دى.

دغه کار نن (د غبرګولي ٦مه) د فرهنګيانو، ليکوالو او د يو شمېر دولتي چارواکو له لوري د حشر په بڼه پيل شو.

د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال چې په خپله يې هم په دغه حشر کې برخه اخيستې وه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن يې د يوه داسې چا د مزار د جوړولو په حشر کې برخه اخيستې چې د هغه فلسفې ته اوس هم نړيوال ګوته په غاښ دي.

نوموړي زياته کړه: ((دا چې په جلال اباد ښار کې د پاچا خان کمپليکس جوړېږي موږ پرې ډېر خوشحاله يو، ځکه دا به يو فرهنګي مرکز وي، دلته به کتابتون، موزيم، د غونډو تالارونه د مېلمنو لپاره ځانګړي استوګنځايونه او نور توکي موجود وي.))

دى وايي چې د پاچا خان د کمپليکس پر جوړېدو به شاوخوا دوه نيم ميليونه ډالره لګښت راشي.

د پاچا خان کمپليکس د جوړونې د چارو مسوول ارباب طاهر وايي چې د پاچا خان پر کمپليکس له دوه نيم ميليون ډالره ډېر لګښت راځي چې ټول لګښت به يې د افغانستان حکومت او د پاچاخان بنسټ ورکوي.

ده زياته کړه چې کمپليکس به يوه درې پوړيزه ودانۍ چې درې لويې ګنبدې به ولري او همدا راز به د استوګنې لپاره يوه ودانۍ او هم د موزيم او کتابتون لپاره يوه ودانۍ ولري.

ده زياته کړه: ((له څه ځنډ وروسته دا دى د درېيم پوړ چارې پيل شوې چې ګڼو فرهنګيانو د کار د پيل په حشر کې ونډه واخيسته.))

د ډيورنډ د پورې غاړې خيبر ايجنسۍ د لنډي کوتل له سيمې راغلى شاه حسين شينوارى وايي چې د پاچا خان د کمپليکس په جوړېدو سره به لر او بر پښتانه يو ځل بيا سره نږدې شي.

ده زياته کړه چې د پاچا خان د کمپليکس په جوړېدو سره به د پښتنو د جرګو يوه بله دېره هم پېدا شي او پښتانه به سره په دغه ټاټوبي کې راټولېږي.

شينوارى وايي: ((پاچا خان زموږ د پښتنو افتخار دى او پښتانه به په ډېر افتخار سره د هغه مزار او کمپليکس جوړوي.))

نوموړي زياته کړه چې پاچاخان د لر او بر پښتنو د يووالي علامت دی او دوی به په هر حال دا علامت ساتي.

د يادونې ده، له تېرو څو کلونو راهيسې د پاچا خان کمپليکس د جوړولو چارې پيل شوې چې په تېر يو نيم کال کې يې چارې چټکې شوې له لږ څه ځنډ وروسته يې دا دى د درېيم پوړ چارې هم پيل شوې او ډېر ژر به پاى ته ورسيږي.

 د جوړوونکو په وينا چې د ٢٠١٤ کال تر پايه به دا لوى کمپلېکس ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.