Language

 کندهار (پژواک ٦ غبرګولى ٩٣): د کندهار خبريالانو په يوه احتجاجي ناسته کې له ولايتي ادارې سره پرېکون اعلان کړ او پرېکړه يې وکړه ، چې تر هغه مهاله د دولت اړوند مثبت خبرونه نه خپروي چې ستونزې يې حل شوې نه وي.

 په کندهار کې مېشت ژورنالېستان تر هغه وروسته دغه ګام اخلي چې په دې وروستيو کې ورسره د پوليسو او چارواکو له لوري ناسم چلند کېږي او د پېښو پر مهال معلومات نه ورکول کېږي.

 په دې اړه د غبرګولي په ٦مه په کندهار پرېس کلب کې يوه غونډه جوړه شوې وه چې د دغه ولايت ټولو خبريالانو پکې ګډون کړى و.

 غونډې ته د کندهار پرېس کلب مشر سرور اماني وويل، چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د خبريالانو پر وړاندې ستونزې ډېرې زياتې شوې دي چې د هواري لپاره يې هلې ځلې کړې خو ګټه يې نه ده کړې.

 هغه زياته کړه، پوليس او نور چارواکي نه يواځې دا چې خبريالانو ته د پېښو او نورو موضوعاتو په اړه معلومات نه ورکوي، بلکې غيرمسلکي چلند کوي او د هغوى د کار مخه نيسي.

 نوموړي د وړمې ورځې پېښې ته اشاره وکړه چې د کندهار ښار د اتمې حوزې پر امر تر ځانمرګي بريد وروسته پوليسو په ډېرو بدو الفاظو خبريالانو ته سپکې سپورې وويلې او هغوى په خپلو وسلو وګواښل.

 اماني زياتوي، امنيتي چارواکي او پوليس په داسې حال کې له ژورناليستانو سره نامسلکي چلند کوي، چې حکومت د مطبوعاتو ازادي د خپلې لويې لاسته راوړنې په توګه يادوي.

 د ده په وينا، د اساسي قانون او د رسنيو د نافذه قوانينو په رڼا کې ژرناليستان معلوماتو ته د لاسرسي حق لري، تر څو څو دغه معلومات ولس او خلکو ته وړاندې شي.

 هغه د کندهار د ټولو خبريالانو په استازيتوب تر هغه مهاله د ولايتي ادارې د مثبتو خبرونو له خپرولو سره پرېکون اعلان کړ چې تر څو د خبريالانو ستونزې حل شوې نه وي.

 ده وويل په وار وار له بېلابېلو لارو د ژورناليستانو د ستونزو د حل لپاره هلې ځلې شوې، خو ګټه يې نه ده کړې، دا ځل بايد د کورنيو چارو وزارت او په خپله ولسمشر د کندهاري خبريالانو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

 په کندهار کې د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې(نى) مشر سمېع غيرتمل له ولايتي ادارې سره د خبريالانو د پرېکون ملاتړ وکړ او ويې ويل په دې وروستيو کې له پوليسو او نورو امنيتي چارواکو څخه د خبريالانو شکايتونه ډېر شوي دي.

 هغه زياته کړه، دلته شته ټولنو په وار وار د کندهار د خبريالانو ستونزې د چارواکو تر غوږونو رسولې، خو هغوى يې د حل لپاره هيڅ اقدم نه دى کړى، ځکه خو اوس خبريالان له ولايتي ادارې سره له پرېکون پرته بله لار نه لري.

 نوموړي هم د کورنيو چارو پر وزارت او ولسمشر غږ وکړ چې د خبريالانو د ستونزو حل ته دې پاملرنه وکړي.

Related Topics