جلال اباد(پژواک، ٦ غبرګولى ٩٣ ): امنيتي مسوولين وايي، چې ناپېژاندو وسله والو په ننګرهار ولايت کې د يوه دارالحفاظ مدير وژلى دى.
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينواري د غبرګولي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه پرون د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو د احمد خېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ناپېژاندو وسله والو ددې ولسوالۍ د” شهيد محمد هاشم خان “ددارالحفاظ مدير مولوي داوود شاه چې ٧٠ کاله عمر يې درلود، له دارالحفاظ څخه بيولى او بيا يې لږ لرې ساحه کې پر ډزو سره وژلى دى.
د نوموړي په وينا، مولوي داوود شاه له ١٣٤٤ لمريز کال راهيسې د ننګرهار په معارف کې دنده تر سره کوله او له چا سره يې شخصي بدي نه لرله.
شينواري له امنيتي ادارو څخه وغوښتل ، چې ددې پېښې جدي پلټنه وکړي.
خو د يادې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل ، چې د مولوي داوود شاه زامن په دولت کې دندې لري، نو کېداى شي د وسله والو مخالفينو له خوا وژل شوى وي.
خو وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د پوهنې وزارت له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د مولوي داوود شاه وژنه غندل شوې ده.
سرچينې د امنيتي ادارو ترڅنګ، د سيمې له مخورو او مشرانو غوښتي ، چې د پوهنې اړوند د ښوونکو، زده کونکو او د ښوونيزو مرکزونو ساتنې ته پاملرنه ډيره کړي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP