محمود راقۍ ((پژواک٦ غبرګولى ٩٣): دکاپيسا چارواکي وايې، چې په دغه ولايت کې اته وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه ماشومان ټپيان دي
د نجراب ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال اسدالله د غبرګولي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تيره ورځ د يادي ولسوالۍ اړوند افغانيه او غين درو کې افغان او بهرنيو ځواکونو عمليات پيل کړې دي.
ده زياته کړه، چې په دغوعملياتو کې تراوسه اته تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ٦ نور نيول شوي دي خو امنيتي ځواکونوته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.
هغه وويل، چې د جګړې پرمهال پنځه ماشومان هم ټپيان شوي خو څرګنده نه ده چې د کوم لورې په ډزو ټپيان شوي دي .
خو د سيمې يوه اوسيدونکى ذاکر خان پژواک ته وويل، چې په دغو عملياتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٠تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د وسله والو طالبان وياند ذبيح الله مجاهد وايي ، چې په يادو عملياتو کې يې امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP