Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره مياشت په هلمندکې۲۰۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

لښکرګاه(پژواک،۷غبرګولى۹۳) د هلمند امنيتي مسوولين وايي، چې په تېره يوه مياشت کې په دې ولايت کې ۲۰۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتتې ده.

د هلمندامنيه قوماندان مل پاسوال ارکانحرب عبدالقيوم باقي زوى د يوې خبري ناستي پر مهال  وويل، چې دغه مرګ ژوبله په بېلابېلو پېښو کې ملکي وګړو، افغان سرتېرو او وسله والو ته اوښتې ده.

نوموړي زياته کړه، چې په وژل شوو کې۱۰۲  وسله وال، ۱۴  پوليس او۲۰  ملکي وګړي شامل دي او په ټپيانو کې ۵۴  وسله وال او ۱۷ پوليس  دي.

امنيه قوماندان زياته کړه، چې وسله والو ته ډېره مرګ ژوبله د پوليسو په عملياتو کې اوښتې او ملکي وګړي ډېرى يې د وسله والو د ماينونو په چاودنو کې وژل شوي دي.

هغه وايي، چې دا عمليات يې  د دويم  پړاو ټاکنو د ښه ترسر کېدو په موخه تر سره کړي ، چې په کې تر اوسه پنځه موټر سايکل ،۳۰۱ ماينونه او نورې بېلا بېل ډوله وسلې نيول شوې دي.

دده  په وينا، چې د دويم  پړاو ټاکنو لپاره  پوره چمتوالى لري او هيله  يې وښوده، چې تر لومړي پړاو به ټاکنې ښې تر سره شي.

باقي زوى زياته کړه، چې وسله والو اوس مهال يواځې تبليغاتي جګړه پيل کړې، له ماين څخه هم ګټه اخلي؛ خو د ده په وينا، د مخامخ جګړې توان  نه لري.

دده په خبره ، ولسي مرسته ورسره زياته شوې ، چې د وسله والو  پټنځايونه امنيتي ارګانونو ته ښيي، ځکه خو يې وخت ناوخته خوځښتونه کم شوي دي.

د يادولو ده، چې په هلمند کې په دومر شمېر مرګ ژوبله په تېرو څو مياشتوکې بې سارې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.