کابل (پژواک٧غبرګولى٩٣): د بابای ملت ايليټ جام سياليو په ترڅ کې نن د ننګرهار لوبډلې د کندهار او د کابل لوبډلې د خوست لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د کرکټ بورډ د مطبوعاتي دفتر له لوري د غبرګولي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، لومړۍ لوبه چې د کابل په نړيوال کرکټ لوبغالي کې په لاره اچول شوې وه، د کندهار او ننګرهار ترمنځ ترسره شوه، چې د دغې لوبې پچه د ننګرهار لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.
خبرپاڼه زياتوي، دوی په ټاکل شويو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د کندهار لوبډلې ته د ۲۷۲ منډو هدف ورکړ، چې له ډلې يې شوکت زمان ۶۵، نسيم ۵۰ او ضمير خان ۴۸ منډې جوړې کړې. د کندهار توپ اچوونکو له لوري نوين الحق د سيالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.
سرچينه وايي، د کندهار لوبډلې ونه کړای شول ، چې ورکړل شوی هدف بشپړ کړي. دوی د لوبې په ۵۰ اوور کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۹ منډې وکړې او لوبه يې د ننګرهار پر وړاندې وبايلله. د کندهار توپوهونکو له لوري سميع اغا ۸۵ او جمعه ګل ۴۲ منډې جوړې کړې.
د خبرپاڼې په حواله، د ننګرهار توپ اچوونکو له لوري باطن شاه دوه، شوکت ۱ او نسيم د کندهار ۲ لوبغاړي وسوځول. شوکت زمان د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د کرکټ بورډ مطبوعاتي دفتر دغه راز وايي، بله سيالي د زرملوال په لوبغالي کې د خوست او کابل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
سرچينه زياتوي، د لوبې پچه د کابل لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه. دوی په ټاکلو پنځوسو اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۲۹ منډې هدف ورکړ، چې له ډلې يې ميرويس ۸۳، ايمل ۵۵ او عمران ۵۰ منډې جوړې کړې. د خوست توپ اچونکو له لوري سيف الله او فريد درې درې لوبغاړي وسوځول.
خبرپاڼه کاږي، د خوست لوبغاړو هدف پوره نه کړای شو او د لوبې په ۴۹ اوور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۱ منډې جوړې او لوبه يې د کابل پر وړاندې وبايلله.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دوی له لوري ابراهيم ۴۴ او احسان جنت ۴۱ منډې وکړې. د کابل لوبغاړو له لوري انعام ۳ او امان ۲ لوبغاړي وسوځول. ميرويس د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP