کابل (پژواک٧غبرګولى٩٣): ولسمشر کرزي د پاکستان لومړي وزير ته ويلي، چې له کلونو راهيسې د پاکستان له لوري ترهګرۍ افغانستان ته راځي، خو افغانستان هېڅکله پر ملکي خلکو د توپخانې ډزې نه دي کړي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي نن ناوخته د پاکستان لومړي وزير نواز شريف سره ټېلېفوني خبرې وکړې او د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې يې د کونړ ولايت په بېلابېلو سيمو د پاکستاني توپخانې پر ډزو يې خپله اندېښنه ښکاره کړه.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د دغو خبرو په ترڅ کې چې په دوستانه فضا کې تر سره شوې، د پاکستان لومړي وزير وويل، چې له افغاني لوري څخه ترهګرۍ ور اوړي او عمليات کوي.
د سرچينې په وينا، حامد کرزي په ډاګه کړه، چې له کلونو راهيسې د پاکستان له خوا ترهګرۍ افغانستان ته راځي، خو افغانستان هېڅکله پر ملکي خلکو او وګړو د توپخانې ډزې نه دي کړي، ځکه چې ملکي خلکو ته ځاني او مالي زيان بايد په هېڅ صورت ونه رسېږي.
خبرپاڼه کاږي، چې په مقابل کې نوازشريف ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړ، چې له خپلو اړوندو ادارو سره به دا موضوع وڅېړي او رسيده ګي به ورته وکړي.
د يادولو ده، چې پر کونړ د پاکستان د توغنديزو بريدونو له امله، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت نن په کابل کې د پاکستان سفير هم احضار کړى دى.
پاکستان له درېيو کلونو راهيسې په وقفه يي ډول د افغانستان پر سرحدي سيمو په تېره بيا کونړ راکټي بريدونه کوي او ځاني او مالي زيانونه يې اړولي دي.
دغو بريدونو په تېرو څو ورځو کې زور اخيستى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP