Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جنرال فضلي: ځواکونه مو د پاکستان پر وړاندې غبرګون ته چمتو دي

جلال اباد (پژواک ٨ غبرګولى ٩٣): د سرحدي ځواکونو لوى قوماندان جنرال شفيق فضلي وايي چې د خپلې کاري ساحې اړوند سيمو کې به د رڼو ټاکنو د ترسره کېدا لپاره هلې ځلې وکړي.

جنرال فضلي دغه څرګندونې د غبرګولي په ٨ مه، په ختيځ کې د ٣٠١ سرحدي زون د نوي قوماندان د پېژندنې په مراسمو کې وکړې.

هغه خبريالانو ته وويل چې دى له ځانه سره ګڼ امنيتي پلانونه لري او په پلي کېدلو سره به يې په سرحدي ولايتونو کې امنيتي حالت ښه کيږي.

جنرال فضلي زياته کړه چې په تېرو ټاکنو کې دښمن تر اخري بريده هڅه وکړه خو بريالي نه شول، بيا هم ټاکنې ترسره شوې.

د هغه په وينا، دغه ځل به تر پخوا د ښو ټاکنو د رامنځته کېدا لپاره هلې ځلې وکړي او تر تېر ځل به دويم پړاو ټاکنې ښې او د امن په فضاء کې ترسره شي.

ده وويل چې دوى به د دويم پړاو ټاکنو لپاره تر اخري بريده هڅه کوي تر څو امن رامنځته کړي او اوس هم له يو شمېر نورو افغان امنيتي ځواکونو سره په ګډه عمليات کوي.

د سرحدي قواو لوى قوماندان د هغې پوښتنې په ځواب کې چې پر کونړ د پاکستان له خاورې بريدونه کېږي؟ وويل چې پوځونه يې هر وخت تيار دي، خو دوى تل د مرکز له امر سره سم کار کوي، هر کله چې د کوم عمل امر ورته وشي نو دوى به يې په هماغه وخت اجرا کړي.

جنرال فضلي وويل چې د ٣٠١ زون پخوانى قوماندان به د سرحدي ځواکونو ارشد سلاکار وي او نوموړي له نوي قوماندان جنرال محمد مموزي څخه هم وغوښتل چې شرايطو ته په پام کې نيولو سره حرکت وکړي او ختيځ زون چې د هېواد له مهمو زونونو څخه دى د امنيت په ښه والي کې يې هڅې وکړي.

جنرال مموزي وويل دى له ځانه سره نوي پلانونه لري او ډېر ژر به د يادو پلانونو په پلي کېدلو سره په ختيځ کې امنيتي حالت راښه کړي.

ياده دې وي چې وړاندې تر دې د ٣٠١ زون قوماندان جنرال ولي خان شينوارى و، چې اوس يې پر ځاى جنرال محمد زمان مموزى وټاکل شو.

ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.