Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار ولايتي شورا کانديدانو د ټاکنو کمېسيون پر درغليو تورن کړ

جلال اباد (پژواک ٨ غبرګولى ٩٣): د ننګرهار د ولايتي شورا د لومړنيو پايلو له لېسته پاتې نوماندانو د ټاکنو کمېسيون تورن کړ، چې د زور او پيسو په بدل کې يې يو شمېر نوماندان بريالي اعلان کړي دي.

دغو نوماندانو نن سهار په جلال اباد ښار کې په همدغه غبرګون لاريون وکړ او يادونه يې وکړه، چې لومړۍ اعلان شوې پايلې ورته د منلو نه دي.

د ولايتي شورا نومانده نفس ګل ملکزۍ پژواک ته وويل، چې ولايتي شورا ته د برياليو نوماندانو څخه يې ډېرى په درغلۍ او يا هم د پېسو په مقابل کې کامياب اعلان شوي دي.

هغې زياته کړه: ((د ننګرهار ولايتي شورا ته ېو شمېر برياليو نوماندانو په درغلۍ صندوقونه ډک کړي، زه په ډاګه وايم چې دوى رايي نه دي وړي.))

د ولايتي شورا نوماند حاجي اکرام پژواک ته وويل، د ټاکنو کمېسيون يو شمېر کارکوونکو د پيسو په بدل د ځينو اشخاصو رايې زياتې کړې او د يو شمېر کسانو رايې يې کمې کړې دي.

يوه بل نوماندان لايق غمشريک پژواک ته وويل، چې ولايتي شورا ته په برياليو کسانو کې څو تنه يې د چارواکو، زورواکو او وکيلانو ورونه او خپل ، خپلوان دي.

د ننګرهار د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس خواجه امين الله فضلي پژواک ته وويل، چې که لاريون کوونکي د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون نيوکه لري نو شواهد دې وړاندې کړي.

رييس وويل: ((که چېرې معترض نوماندان د خپل حق غوښتنه کوي او شواهد لري نو بايد د ټاکنيزو شکاياتو کمېسيون ته مراجعه وکړي.))

ياده دې وي، چې د ننګرهار ولايتي شورا ته د برياليو نوماندانو له ډلې څخه ١٢تنه د يو شمېر چارواکو نږدې خپلوان او د کورنۍ غړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.