کابل (پژواک ٨ غبرګولى ٩٣): د لندن سياليو لپاره د چمتووالي په موخه د ملي اردو د سوک وهنې او ووشو دوو لوبغاړو ٧٥ او اتو نورو ٦٥ کيلومتره ځغاسته وکړه.
دغو لوبغاړو چې د اړوند لوبو د ملي لوبډلو غړيتوب هم لري، نن د کابل له سراى شمالي څخه د ځغاستې دوستانه سيالي پيل کړه .
د ووشو ډلې له لوبغاړو څخه صلاح الدين په جبل السراج کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سهار پنځه نيمي بجې منډه پيل شوه او له غرمې مخکې لس نيمې بجې جبل السراج ته له لسو کسانو دوه تنه ورسېدل.
هغه زياته کړه: ((زه او د بوکس د ډلې يو لوبغاړى اجمل تر جبل السراجه ورسيدو او نور په چاريکارو کې پاتې شول.))
د کابل- جبل السراج لارې موټر چلوونکى محمد نذير وايي: ((ما دوې پيرې وکړې او دواړه ځله مې دا کسان وليدل، چې منډې يې وهلې او په دويم ځل، چې زه جبل السراج ته ورسېدم، دوى هم ورسېدل.))
د هغه په وينا، له دې منډې څخه د دوى اساسي موخه د لندن په نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره چمتووالى دى.
د ده د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د وږي په ١٠ مه په لندن کې په پنځه برخو کې نړيوالې سيالۍ ترسره شي.
د افغانستان د ووشو فدراسيون مشر خواني اميري د يادو لوبغاړود ځغاستې دوستانه سيالي وستايله او هيله يې څرګنده کړه، چې د لندن له نړيوالو سياليو ښې لاسته راوړنې ولري.
دى وايي، ټاکل شوې د لندن په يادو سياليو کې د ٢٠٦ هېوادونو د اردو لوبډلې برخه واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP