مزارشريف (پژواک ٨ غبرګولى ۹۳): د بلخ په مرکز مزارشريف کې د څرخي پله زندان د ۱۲زره شهيدانو د ۳۵ تلين په اړه ستره غونډه وشوه.
ياده غونډه د مزارشريف ښار په يو هوټل کې ترسره شوه، چې نږدې شل ولايتونو، ديني عالمانو، مخورو او ځوانانو په کې برخه اخيستې وه، چې شمېر يې نږدې ۲زره کسانو ته رسېده.
د "بنياد عبدالقادر توان" مسوول او يادې غونډې يوه سمبالوونکي عبدالرووف توانا پژواک ته وويل، چې دغه غونډه د څرخي پله زندان د ۱۲زره شهيدانو د ۳۵ تلين په وياړ جوړه شوې وه.
نوموړي زياته کړه، چې په ياده غونډه کې د افغانستان د جهاد پر شهيدانو، د شهيدانو د کورنيو پر ژوند او د افغانستان پر حالاتو بېلابېلې خبرې وشوې.
د هغه په وينا، په نننۍ غونډه کې ډېری ويناوالو د شهيدانو د کورنيو په همغږيتوب، له بحراني حالت څخه د افغانستان د ايستنې په موخه، د يو ملي حکومت د منځته راتګ په موخه د افغانانو پر يووالي باندې خبرې وکړې.
۳۵ کاله وړاندې په څرخي پله زندان کې د شهيد شوي عبدالغني ورور محمد هاشم وويل، چې د افغانستان د ټولو شهيدانو کورنۍ د يو پرمختللي او ارام وطن په هيله دي.
نوموړي زياته کړه، دوی هيله لري، چې نور په دې وطن کې جګړه پای ومومي او ارام ژوند وکړي.
د هغه په وينا، په اوسني حکومت کې ټول مجاهدين رغنده رول لري او هيله من دي، چې په راتلونکي حکومت کې هم رول ولري.
د غونډې ويناوال او د افغان ترک لېسې د اسلامي تعليماتو ښوونکي محمد عثمان جاهد وويل، چې افغانانو بار بار د يرغلګرو پر وړاندې د جهاد اعلان کړی او د وطن د ساتنې په موخه شهيدان شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې همدې کسانو ځکه خپل ځانونه قرباني کړل، چې يو ارام او سوکاله وطن ولري.
د هغه په وينا پکار ده، چې د يو ملي حکومت د جوړېدو په موخه ټول افغانانو يو بل ته سره لاسونه ورکړي او هڅې وکړي.