ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: خلک دې په دويم پړاو ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي

کرزى: خلک دې په دويم پړاو ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي

author avatar
29 May 2014 - 19:47
کرزى: خلک دې په دويم پړاو ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي
author avatar
29 May 2014 - 19:47

کابل (پژواک ٨ غبرګولى ٩٣): ولسمشر حامد کرزي په خپلې راډيويي وينا کې له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې پراخه ګډون وکړي او د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي.

ولسمشر وويل، چې د وري مياشتې د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د پراخه ګډون له امله، افغانستان د نړۍ په خلکو کې عزت او وياړ ترلاسه کړ.

ولسمشر کرزي زياته کړه: “دغه عزت او وياړ يې له دې امله تر لاسه کړ، چې تاسو د افغانستان خلکو، زموږ ګرانو هېوادوالو، له ډېرو سختيو او ګواښونو ترڅنګ د رايې ورکونې مرکزونو ته ولاړئ او افغانسان مو بريالى کړ. افغانستان مو د يوه ولسواک هېواد په توګه چې دا خپل حق او واک بولي او هغه د هېواد د خير لپاره کاروي، خلکو ته ور وپېژانده.”

هغه زياته کړه، دى ډاډ لري چې افغانان به د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې، چې ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله په کې مخکښ کانديدان دي، يو ځل بيا د رايې ورکونې مرکزونو ته ولاړ شي او د خپلې خوښې وړ کانديد ته به رايه ورکړي.

ولسمشر، په ټاکنو کې د رايې ورکړه د افغانانو په برياليتوب او ثبات کې مهمه وبلله او د افغانستان خلکو ته يې په خپل پيغام کې وويل: “په همدې ترتيب سره افغانستان د ثبات، ښه امنيت او د ډيموکراسۍ د پلي کولو لپاره څو قدمه پر مخ وړئ.”

نوموړي زياته کړه: “زما هيله داده، چې زموږ ملت او زموږ خلک د غبرګولي ٢٤ مه د افغانستان د برياليتوب، د روښانه راتلونکي پر لوري د حرکت او د سولې او ثبات د نېکمرغۍ ورځ وبولي. د رايې د ورکړې لپاره دې بهر راووځي او د خپلې خوښې وړ کانديد ته دې رايه ورکړي او افغانستان د کاميابه راتلونکي پر لوري بوځي.”

ولسمشر د خپلې بيانيې په پاى کې، د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره هيله څرګنده کړې او ويلي يې دي: “له نن څخه د پرمختللي، له نن څخه د غښتلي افغانستان او زموږ د ماشومانو د روښانه سبا په هيله له کورونو د باندې راوځو او رايه ورکوو، الله پاک دې افغانستان بريالى لري. سرلوړي دې وي د افغانستان خلک او همېشه دې زموږ ګران هېواد ژوندى وي.”

ټاکل شوې، د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي مياشتې په ٢٤ مه تر سره شي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.