کابل ( پژواک، ۹ غبرګولی ۹۳ ) د افغانستان د پوهنې د وزیر فاروق وردګ د ساتونکو مشر د وسلوالو لخوا تر تښتول کیدو وروسته وژل شوی دی.
د پوهنې وزارت لخوا دغبرګولي په ۹ مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي د پوهنې د وزیر فاروق وردګ د ساتونکو مشر قوماندان حبیب الله د میدان وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ د اونخي درې اوسېدونکی او له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې د پوهنې د وزیر د ساتونکو مشر په توګه یې دنده ترسره کوله.
سرچینې زیاته کړې چې هغه د تیرې چهارشنبې په ورځ یادې سیمې د خپلې ناروغې مور پوښتنې ته ورغلی و، چې د سهار په څلور نیمو بجو وتښتول شوی او مړی یې نن غرمه په یوه بجه په شنیز سیمه کې موندل شوی دی.
د پوهنې وزارت یاده وژنه په کلکه غندلې او دا یې د بهرنیو جاسوسي شبکو د ګوډاګیانو کار بللی دی.
ددې وژنې مسوولیت تر اوسه چا به غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د پوهنې د وزیر دوه ساتونکي وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP