Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار کې سېلابونو څلور تنه مړه او لسګونه نور ژوبل کړل

 تالقان: (پژواک ١٠ غبرګولى ٩٣): د تخار په مرکز تالقانو ښار کې د سېلابونو د راوتو له امله څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى، لسګونه نور يې ټپيان کړي، شاوخوا ٧٠ تنه پکې لادرکه او سلګونه کورونه ويجاړ شوي دي.

له سخت باد سره مله دغه سېلابونه پرون مازديګر د بابه ظريف، بادام درې، اهن درې او چشمه شير په سيمو کې راوتلي دي.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور، پژواک خبري اژانس ته وويل، لومړنۍ پايلې څرګندوي چې په دغه طبيعي پېښه کې څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى، شاوخوا ٤٠ کسان پکې ژوبل او ٧٠ نور لادرکه شوي، چې د مرګ ژوبلې د شمېرې  د لوړېدو احتمال شته دى.

هغه زياته کړه، د دغو سېلابونو له امله شپږ سوه کورونه او د غنمو او وريجو د حاصلاتو په ګډون پکې لسګونه زره کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.

د تخار د والي وياند وايي، چې له يادې طبيعې پېښې وروسته ټول ملکي او نظامي چارواکي سېلاب ځپلو سيمو ته رسېدلي او د ملي اردو او پوليسو د لسګونو رينجرو په وسيله يې د خلکو د ژغورنې په موخه عمليات پيل کړي دي.

تيمور وويل، چې يادو ځواکونو تر نيمې شپې پورې د ماشومانو او ښځو په ګډون د يادو سيمو پنځه سوه کورنۍ خوندي سيمو ته لېږدولې دي.

زيانمنې کورنۍ وايي، چې  دوى ته ډېر زيانونه اوښتي او ډېرو مرستو ته اړتيا لري.

يوه سېلاب ځپلي عبدالعزيز وويل: ” له پورته خوا نه سېلاب راغى، په يو وار يې ټول کورونه يوړل، څو کسان مې په خپلو سترګو وليدل، چې سېلاب په مخه کړي وو، له دې امله چې خلک ډېر وېرېدلي وو، نو هر لوري ته يې منډې وهلې.”

هغه زياته کړه، چې په دغو سېلابونو کې يې د کورنۍ يو غړى له لاسه ورکړى او پاتې نور د امنيتي ځواکونو له لوري ژغورل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د هغه په ګډون د بابه ظريف سيمې سلګونو کورنيو په دغو سېلابونو کې ټول شته له لاسه ورکړي او نورو سيمو ته کډه شوي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د تخار ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې مشر عبدالرازق زنده، پژواک ته وويل، چې ټاکل شوې نن دغو سېلاب ځپلو کورنيو ته يو لنډ مهاله کمپ جوړ کړي، چې له هغه وروسته به پکې بېځايه کورنۍ پکې ځاى پر ځاى شي، چې له همدې لارې به دوى د دولت او مرستندويه ټولنو له مرستو هم برخمن شي.

نوموړي زياته کړه، چې سېلابونو په بنګي، ورسج، فرخار، چال، نمک اب، اشکمش او کلفګان ولسواليو کې هم ډېر زيانونه اړولي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.