Language

تېرو شپږو ورځو کې دپاکستان له خوا پر کونړ ٨٦٢ توغندي توغول شوي

اسعد اباد ( پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٣ ) : د کونړ امنيه قوماندان وايي، چې په تېرو شپږو ورځو کې د پاکستان له خوا پر دې ولايت ٨٦٢ توغندي توغول شوي ، چې له امله يې خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غبرګولي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې له تېر مازيګر راهيسې د کونړ پر دانګام او  شيګل ولسواليو د ډيورنډ پولې له پورې غاړې څخه ٧١ نور توغندي توغول شوي دي.

د هغه په وينا، پنځوس توغندي د دانګام ولسوالۍ پر لويه ګوريګا، وړه ګوريګا، ډنډې سر، برول سياڼ سيمو او همدارنګه د شيګل ولسوالۍ پر سنو او چوګام سيمو ، چې  ډېورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي ، ٢١ توغندي لګيدلي دي.

سيد خېل وايي ، چې په دې بريدونو کې خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي، خو ځاني زيانونه يې نه درلودل.

امنيه قوماندان وويل، چې له تېرو شپږ ورځو راهيسې د پاکستانيو ځواکونو له خوا پر يادو سرحدي ولسواليو ٨٦٢ توغندي توغول شوي ، چې تر دې دمه يو تن وژل شوى او ٢٧ نور کسان ټپيان شوي دي.

دى زياتوي، چې په دې بريدونو کې ١٩ کورونه ويجاړ او ٣٥٠ نورې کورنۍ بې ځايه شوې دي ، د خلکو کښتونه ويجاړ او ګڼ شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.

پر کونړ ولايت د پاکستانيو ځواکونو بريدونو په داسې حال کې زور اخيستى، چې ولسمشر حامدکرزي تېره اونۍ د پاکستان لومړي وزير نواز شريف سره په دې اړه خبرې وکړې.

دغه راز د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفير احضار کړ او د کونړ د بريدونو په اړه يې ترې سپيناوى وغوښت.

Related Topics